د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د افغان مهاجرینو په اړه د درې‌اړخیزې غونډې کوربتوب کوي


په ۲۰۱۶ کال کې څه باندې یو میلیون افغان مهاجرین له پاکستان، ایران او اروپايي هیوادونو څخه خپل هیواد ته راستانه شوي
په ۲۰۱۶ کال کې څه باندې یو میلیون افغان مهاجرین له پاکستان، ایران او اروپايي هیوادونو څخه خپل هیواد ته راستانه شوي

د افغانستان اجرائيه ریاست وايي، چې په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د ستونزو لرې کولو لپاره، د راروانې فبروري میاشتې په ۱۵مه نیټه د افغانستان، ملګرو ملتونو او پاکستان په ګډون په اسلام‌آباد کې درې‌اړخیزه غونډه جوړیږي.

د اجرائيه ریاست ویاند مجیب‌الرحمن رحیمي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، په دغې غونډه کې به په پاکستان کې د افغان مهاجرینو، په ځانګړې توګه د هغو کسانو د بیرته راستنیدو څرنګوالی وڅیړل شي، چې له قانوني اسنادو پرته په هغه هیواد کې میشت دي.

د اجرائيه ریاست ویاند وویل "د افغانستان لوری هیله لري، چې په دې غونډه کې د پاکستان له خوا د مهاجرینو له قضیې سره مناسب چلند وشي او زموږ هیوادوال په باعزته توګه خپل هیواد ته راستانه شي."

په ۲۰۱۶ کال کې څه باندې یو میلیون افغان مهاجرین له پاکستان، ایران او اروپايي هیوادونو څخه افغانستان ته راستانه شول او اټکل کیږي، چې په روان میلادي کال کې به هم زیات شمیر افغانان له ګاونډیو هیوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان څخه خپل هیواد ته راستانه شي.

د ژمي په موسم کې افغانستان ته د څه باندې یو میلیون افغان مهاجرینو راستنیدل او د جګړو او ناامنیو له امله په کور دننه د ۵۰۰ زرو نه نیولې تر ۶۰۰ زرو پورې د بې‌ځایه شویو کډوالو موجودیت، افغان حکومت او نړیواله ټولنه له ننګونو سره مخ کړې ده.

د افغانستان حکومت او ملګرو ملتونو د روانې اونۍ په پیل کې اعلان وکړ، چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې له راستنیدونکو کډوالو، کورني بې‌ّځایه شویو او د طبیعي پیښو له قُربانیانو سره د بیړنیو بشري مرستو رسولو لپاره ۵۵۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د مرستو د هم‌آهنګۍ ادارې، په ۲۰۱۷ کال کې راستنیدونکو کډوالو او کورني بې‌ّځایه شویو ته د مرستې رسونې د څرنګوالي په اړه خپل عملیاتي پلان له رسنیو سره شریک کړ.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، په روان میلادي کال کې څه باندې ۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، خو د جوړ شوي پلان پر بنسټ ټاکل شوې، چې ۵.۷ میلیونه وګړي تر پوښښ لاندې راوستل شي.

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د شمیرو له مخې، دا مهال شاوخوا ۷ میلیونه افغانان د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې مهاجر دي، چې نږدې پنځه میلیونه یې په پاکستان او ایران کې میشت دي.

د ګیلاني ځای ناستی او د سولې مسله

تیره ورځ د ارګ په سلام‌خانه ماڼۍ کې د سولې د عالي شورا د پخواني رئيس سیداحمد ګیلاني د فاتحې مراسم پر ځا شول او د ښاغلي ګیلاني پګړۍ د هغه د مشر زوی سیدحامد ګیلاني په سر کیښودل شوه. نن هم د لویې جرګې په خیمه کې د هغه فاتحه واخیستل شوه.

د سیداحمد ګیلاني له مړینې وروسته اوس په رسنیو کې د هغه د ځای ناستي په اړه پوښتنې راولاړې شوې دي.

د اجرائيه ریاست ویاند مجیب‌الرحمن رحیمي وویل، د حکومت مشرانو تر اوسه د سولې عالي شورا د ریاست په اړه پریکړه نه ده کړې.

هغه وویل "په دې برخه کې به د ملي یووالي حکومت له مشورو وروسته، هغه څه چې د هیواد په مصلحت وي، پریکړه وکړي."

د افغانستان د سولې عالي شورا پخوانی رئیس پیر سید احمد ګیلاني د تیرې شنبې په ورځ د کابل ښار د ملي امنیت په روغتون کې د زړه د ناروغۍ له امله ساه ورکړه.

سیمه‌ایز مسایل

پاکستان ته د برتانیایي ډیپلوماټانو له سفرونو وروسته، د افغانستان اجرائيه ریاست وايي هڅې روانې دي، چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ مذاکرات له سره پیل شي.

په کابل کې د برتانیې سفارت په یوې اعلامیې کې ویلي، چې په افغانستان کې د برتانیې سفیر دامنیک جیرمي اسلام‌آباد ته د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې د پاکستان له لوړ پوړو دولتي چارواکو سره لیدنه کړې ده.

ښاغلي جیرمي په دغه سفر کې د پاکستان له سیاسي او پوځي مشرانو سره، د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د ښو او نږدې اړیکو د جوړولو، سوداګرۍ او د سرحدي مسایلو پر سر خبرې کړې دي.

د افغانستان د اجرائيه ریاست ویاند مجیب‌الرحمان رحیمي وویل، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو لړۍ د بیا پیلیدو لپاره هڅې روانې دي.

هغه وویل "په سیمه کې موجودو مشترکو ګټو او فُرصتونو ته په کتو او د هغو ګواښونو په پام کې نیولو سره چې د تروریزم له پلوه هم د افغانستان او هم د پاکستان په وړاندې شتون لري، موږ کولی شو چې د خبرو او مذاکرې له لارې ورته د حل لاره پیدا کړو."

د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ اړیکې وروسته له هغې ترینګلې شوې، چې پاکستان د څلوراړخیزو غونډو په پریکړو عمل ونکړ.

د روان لمریز کال په لمړیو کې د امریکا، چین، افغانستان او پاکستان د استازو په ګډون د څلور اړخیزو غونډو په وروستۍ ناسته کې پریکړه وشوه، چې پاکستان باید په خپله خاوره کې د هغو وسله‌والو ډلو پر وړاندې پوځي عملیات ترسره کړي، چې له هغه ځای څخه په افغانستان کې جګړه کوي.

له دغې پریکړې وروسته پاکستان وویل، چې په خپله خاوره کې د افغان طالبانو پر خلاف پوځي عملیات نه کوي.

XS
SM
MD
LG