د لاس رسي وړ اتصالات

شبنم مبارز د مهاجرو له کمپ نه د فوټبال د ملي ټیم تر کپتانۍ


په ډنمارک کې اوسیدونکې افغان فوټبالره شبنم مبارز
په ډنمارک کې اوسیدونکې افغان فوټبالره شبنم مبارز

د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي ټیم کیپټانه شبنم مبارز په ډنمارک کې د مهاجرو په کمپ کې فوټبال زده کړ.

شبنم مبارز شپږ کلنه وه چې ډنمارک ته مهاجره شوه. هغې د مهاجرو په کمپ کې فوټبال پیل او ددې لوبې سره یې مینې د ډنمارک وتلي ټیم البورگ ته ورسوله.

شبنم چې شاید د ډنمارک د ملي ټیم غړې شوې وای، خو د هغې په وینا د خپل ټاټوبي سره یې د بې کچې مینې له کبله د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي ټیم غوره وگاڼه.

شبنم د امریکا غږ ډیوې څانګې سره یوې مرکه ویلي وو"د لوبو سره مې له وړوکوالي مېنه لرله او د کورنۍ د غړو او په ځانگړې توگه پلار مې ډیره مرسته وکړه او زه یې هڅولم چې پرمختگ وکړم".

شبنم مبارز چې دا وخت د ډنمارک په یو پوهنتون کې زده کړې کوي، وایي په افغانستان کې باید د ښځو په وړاندې د نارینو چلند بدل شي او خپلو لوڼواو خویندو ته اجازه ورکړي چې خپله راتلونکې پخپله وټاکي.

د افغانستان د ښځو د فوټبال ټیم چې نشي کولای په افغانستان کې د ټیم د ټولو غړو په گډون تمرینونه وکړي، هڅه کوي چې د هیواد بهر په تمریني کمپونو کې خپلې لوبغاړې وروزي.

د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي ټیم روزونکې امریکایي کیلي لندسي چې د ٢٠١٦ کال راهیسې تر اوسه د امنیتي دلیلونو په وجه افغانستان ته نده تللې ددې هیواد د ملي ټیم سره په جرمني، اردن او هالند کې تمرینونه کوي.

د میرمن لندسي د هڅو په نتیجه کې د افغانستان د ښځو ملي ټیم د نړیوال فدراسیون د ١٢٨ درجې نه ١٠٦ درجې ته لوړ شوی دی.

شبنم مبارز وایي که څه هم چې د افغانستان د ښځو د فوټبال روزونکې میرمن لندسي افغانه نده خو د افغانستان د ښځو سره بیسارې مینه لري او غواړي چې افغانان پرمختگ وکړي.

شبنم زیاتوي "کیلي لندسي راته الهام بخښونکې ده". هغه وایي د میرمن لندسي په وجه یې په اردن کې د ٢٢ هیوادونو د ښځو د فوټبال په لوبو کې نړیوال ریکارډ ټینگ کړی دی.

XS
SM
MD
LG