د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د فوټبال ځېنې ښځينه لوبغاړې وايي چارواکي يې ځوروي


دا مهال په افغانستان کې د نجونو ملي لوبډله، د ۱۷ کلنو او ۱۹ کلنو ملي لوبډلې لري
دا مهال په افغانستان کې د نجونو ملي لوبډله، د ۱۷ کلنو او ۱۹ کلنو ملي لوبډلې لري

د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو د لوبډلې مشرې او ملي لوبډلې یوې غړې د فوټبال د فدراسیون د ځینو چارواکو " د ناسم او توپیري چلند له کبله " له لوبو استعفاوې وکړې.

د ۱۷ کلنو د لوبډلې کپټانې مونا امیني او د ملي لوبډلې غړې کرشمې عباسي امریکا غږ اشنا ته وویل چې د فدراسیون د ځینو چارواکو د ناوړه چلند له کبله یې له لوبو لاس اخیستی.

کرشمه عباسي وايي چې خپله استعفی د فوټبال د فدراسیون مشرتابه ته سپارلې او هوډ یې کړی چې نوره په ملي لوبډلې کې نه لوبیږي.

میرمن عباسي وايي "له تېر یوه کال راهېسې د ملي لوبډلې غړې یم خو د تيري پنجشنبې په ورځ د یوې لوبې پر مهال شخړې وشوه، د فدراسیون چارواکوموږ ته سپکاوی وکړ، روزونکي ته یې لاس واچوه او له میدان نه یې وشړلو".

هغه وايي " دومره بد چلند یې راسره وکړ چې د خپلو جامو بدلولو ته یې هم پرېنښودلو. ګواښ یې راته وکړ چې نور فوټبال ته رانشئ. موږ د ملي لوبډلې غړې یو او باید د ملي اتلانو څېر چلند راسره وشي نه دا چې سپکې مو کړې".

د کرشمې سره د افغانستان د ۱۷ کلنو د لوبډلې مشرې، مونا امیني، هم استعفی کړې ده. مونا امیني او کرشمه یوه کیسه لري، مونا امریکا غږ ته وویل " زه د ۱۷ کلنو د لوبډلې مشره یم، په لوبې کې ژوبله شوم، زما روزونکی راغی چې راسره مرسته وکړي، خو د فدراسیون چارواکو لانجه جوړه کړه، روزونکی یې وواهه، موږ یې له میدان څخه وویستلو او راته یې وویل چې بیا فوټبال ته رانشئ".

د افغانستان د ښځو د فوټبال په ملي لوبډلې تر ډېره بهر مېشتې افغانانې لوبیږي
د افغانستان د ښځو د فوټبال په ملي لوبډلې تر ډېره بهر مېشتې افغانانې لوبیږي

هغه د ګوتې په شمېر افغان نجونو کې راځي چې له هېواده د باندې یې په ځینو مشهورو بهرنیو کلپونو کې تمرینونه کړي دي او ښه لوبغاړې بلل کیږي.

د دوی روزنکي امین امیني امریکا غږ اشنا ته وویل " د سیمه ییزو لوبډلو ترمنځ د سیالۍ پر مهال په یوې لوبې کې شخړه راغله خو د فدراسیون چارواکو زموږ سپکاوی وکړ، لاس یې را واچوه او لوبډله یې له میدان څخه وویستله. په بدل کې دوو لوبغاړو کرشمې او مونا استعفاوې وکړې".

د فوټبال فدراسیون غبرګون

د افغانستان د فوټبال د فدراسیون د تخنیکي برخې مسول طاهر روفي ته مې د دغو لوبغاړو استعفی مسئله او شوې ادعاوې مخې ته کېښودې. ښاغلي روفي استعفی د لوبغاړو شخصي مسئله وبلله خو، خو نورې ادعاوې یې په کلکه رد کړې.

ښاغلي روفي امریکا غږ ته وویل " موږ د ښځو او نجونو لپاره ښځمنې روزونکې لرو. په هېڅ ډول چاته اجازه نه ورکول کیږي، چې د نجونو سره بد او ناوړه چلند وکړي. ټولې نجونې د افغانستان ملې اتلانې دي. زه دا ادعاوې په کلکه ردوم".

نوموړي وویل چې په افغانستان غوندې یو هېواد کې چې نجونې په اسانۍ له کوره وتلې نشي، خو هغوی چې زړه کوي او فوټبال کوي" موږ یې درناوی کوو".

دا مهال په افغانستان کې د نجونو ملي لوبډله، د ۱۷ کلنو او ۱۹ کلنو ملي لوبډلې، خو په ملي لوبډلې کې یې تر ډېره هغه افغانانې لوبې کوي چې په بهر کې یې ژوند کوي او په بهر کې یې فوټبال زده کړی دی.

پر دې سربېره ښاغلي روفي وویل چې سلګونه او زرګونه نورې نجونې په کابل او نورو ولایتونو کې په سیمه ییزو کلپونو کې په لوبو بوختي دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG