د لاس رسي وړ اتصالات

سمر: افغانستان کې د نړیوالې جزايي محکمې مداخلې ته اړتیا ده


آغلې سمر وايي، نړیواله جزايي محکمه هغه کسان تر عدلي او قضايي تعیقب لاندې راوستلی شي، چې د بشري ضد جرمونو د ترسره کولو قومانده ورکوي.
آغلې سمر وايي، نړیواله جزايي محکمه هغه کسان تر عدلي او قضايي تعیقب لاندې راوستلی شي، چې د بشري ضد جرمونو د ترسره کولو قومانده ورکوي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، لا تر اوسه د دغه هیواد عدلي او قضايي سیستم، د بشري ضد جرمونو او جنګي جنایتونو د څیړلو لازمه وړتیا نه لري او په دې برخه کې د نړیوالې جزايي محکمې مداخلې ته اړتیا ده.

د دغه کمیسیون مشرې سیما سمر، چې د چهارشنبې په ورځ (اګست ۱۶) یې د تروریزم او وسله‌والو نښتو له قُربانیانو څخه د ملاتړ ملي تحقیق په اړه یوې غونډې ته وینا کوله وویل، نړیواله جزايي محکمه کولی شي، له هغو کسانو څخه پوښتنه وکړي، چې په جنګي جنایتونو او بشري ضد جرمونو لاس پورې کوي.

آغلې سمر وویل "کله چې حکومتونه بې‌وسه وي او یا و نه غواړي د دغو جرمونو په وړاندې اقدام وکړي، په دې صورت کې نړیواله جزايي محکمه مداخله کولی شي. اړتیا ده چې موږ د افغانستان په قضیو کې له نړیوالې جزايي محکمې څخه استفاده وکړو، ځکه چې تر اوسه د افغانستان په عدلي او قضايي سیستم کې هغه لازمه وړتیا نه ده پيدا شوې، چې د جنګي جرمونو او بشري ضد جرمنو په وړاندې اقدام وکړي".

سیما سمر زیاته کړه، چې نړیواله جزايي محکمه هغه کسان تر عدلي او قضايي تعیقب لاندې راوستلی شي، چې د بشري ضد جرمونو د ترسره کولو قومانده ورکوي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشرې ټینګار وکړ، چې د بشري ضد جرمنو په برخه کې د معافیت دود د له منځه وړلو او د عدالت تامینولو لپاره باید په نړیواله کچه لابي وشي تر څو په افغانستان کې د نړیوالې جزايي محکمې مداخلې ته زمینه برابره شي.

افغانستان په ۲۰۰۳ عیسوي کال کې د نړیوالې جزايي محکمې غړیتوب ترلاسه کړی خو تر اوسه یې د دغې محکمې له صلاحیتونو څخه په افغانستان کې ګټه نه ده اخیستې.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ مرستیال وحیدالدین ارغون غونډې ته په وینا کې وویل، چې د افغانستان د عدلي او قضايي بنسټونو او د نړیوالې جزايي محکمې ترمنځ اړیکې شته او د اړتیا په وخت کې به د دغې محکمې له صلاحیتونو څخه کار واخلي.

ښاغلي ارغون زیاته کړه، که چیرې د افغانستان عدلي او قضايي بنسټونه د ځینو قضیو د څیړلو توان و نه لري، نړیواله جزايي محکمهورسره همکاري کوي.

ملکي تلفات

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشرې سیما سمر وویل، چې په دغه هیواد کې د جګړې او وسله‌والو شخړو قُربانیان د ژوند د خوندیتوب له لومړنیو آسانتیاو څخه بې‌برخې دي.

آغلې سمر زیاته کړه، چې دغه کمیسیون په وسله‌والو شخړو کې د ملکي تلفاتو د کچې د راټیټولو لپاره، د تروریزم او ناامنیو له قُربانیانو څخه د ملاتړ ملي تحقیق پیل کړی دی.

په افغانستان کې د یوناما د بشري حقونو د څانګې مشرې دانیل بیل دغې غونډې ته وویل، د ناامنیو او وسله‌والو شخړو د قُربانیانو لوړې شمیرې ته په کتو، په دې برخه کې د ځواب ویلو کچه خورا ټیټه ده او لا هم د جګړې له امله تر ټولو زیات زیان ملکي وګړو ته رسیږي.

د یوناما د شمیرو له مخې، د ۲۰۰۹ کال له جولای څخه تر اوسه، په افغانستان کې د ناامنیو له امله ۷۷ زره ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبلې اوښتې ده.

د آغلې بیل پر وینا په افغانستان کې د جګړې بڼې بدلون موندلی چې ورسره پر ملکي وګړو باندې یې د ناوړو اغیزو په کچه کې هم زیاتوالی راغلی دی.

آغلې بیل د تروریستي ډلو له خوا په افغانستان کې د یوې خاصې مذهبي ډلې په نښه کول د اندیښنې وړ وباله او ویې ویل "یوناما د هغو ډلو د بریدونو په اړه ، چې یو قوم او مذهب پورې تړلي خلک په کې په نښه کیږي، خپله ژوره اندیښنه ښيي، په ځانګړې توګه د هغو وروستیو پیښو په اړه چې د داعش پورې تړلو ډلو او یا هغو کسانو له خوا ترسره شوي چې ځانونه داعشیان بولي".

آغلې بیل دغه راز وویل، یوناما د تروریزم او وسله‌والو نښتو له قُربانیانو څخه د ملاتړ لپاره د افغانستان د بشري حقونو له ملي تحقیق څخه ملاتړ کوي او زیاته یې کړه، چې دا تحقیق په افغانستان کې د ثبات او تلپاتې سولې د ټینګولو په برخه کې یو مهم ګام دی.

XS
SM
MD
LG