د لاس رسي وړ اتصالات

چکي شرکت غواړي د هرات د سمنټو فابریکه جوړه کړي


افغان چارواکي وایي که د هرات د سمنټو فابریکه به د ورځې ۱۶۰۰ ټنه سیمنټ تولید کړي
افغان چارواکي وایي که د هرات د سمنټو فابریکه به د ورځې ۱۶۰۰ ټنه سیمنټ تولید کړي

دغه فابریکه به د ورځې د ۱۶۰۰ ټنو سمنټو د تولید ظرفیت ولري او شاوخوا لس زرو کسو ته به د کار زمینه برابره کړي.

یوه چکي شرکت د افغانستان حکومت ته په هرات ولایت کې د سمنټو د فابریکې د جوړولو وړاندیز ورکړی دی.

په سوداګریزو چارو کې د ولسمشر سلاکار سیروس علاف وايي" د PSP په نامه چکي کمپنۍ چې د دغې فابریکې د جوړولو طرحه یې برابره کړې په دې برخه کې ۶۶ کلنه تجربه او همدارنګه د معدني منابعو د استخراج او ساختماني وسایل او تجهیزات لري."

دغه وړاندیز باندې د یکشنبې په ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان په اقتصادي عالي شورا کې بحث وشو.

د ارګ یوه اعلامیه وايي که د هرات د سمنټو فابریکه جوړه شي دورځې به " ۱۶۰۰ ټنه سیمنټو د تولید ظرفیت، ۳۲،۶۴ میلیون ډالر کلنی عاید ولري چې ۵۱ سلنه به د افغانستان او ۴۹ سلنه به د چک وي. له ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰۰ پورې کارکوونکي به په کې په کار بوخت شي."

په غونډه کې اړوندو چارواکو ته دنده وسپارل شوه چې د هرات د سمنټو اوسنۍ فابریکې د "ماشینونو او ودانۍ برخلیک باید معلوم کړي چې دغه چکي کمپنۍ نوي وسایل او ماشینونه راوړي او که همدا ودانۍ او وسایل رغوي".

د ارګ د اعلامیې له مخې ولسمشر غني د کانونو وزارت سپارښتنه وکړه چې باید د ټولو کانونو مدیریت په خپله وکړي او همدغه راز د هرات د سمنټو د فابریکې د تظیم چارې هم باید افغانان مخ ته بوځي.

روانو جګړو د افغانستان تقریبآ ټول تولیدي بنسټونه ویجاړ او وران کړي، کابل کوښښ کوي چې نړیوال پانګوال افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي چې د چکي شرکت له لوري د هرات د سمنټو فابریکې جوړول د دغو هڅو یوه برخه بلل کیږي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG