د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، د افغان کډوالو د ارزونې (vetting) بهیر هېڅکله سل په سلو کې بشپړ او خوندي نه شي کېدای، او دا یو ریښتینی امنیتي ګواښ دی، په ځانګړي ډول هغه مهال چې ډیر شمیر خلک له جنګ ځپلي او افراطي سیمو څخه امریکا ته داخلېږي.
مارکو روبیو د فاکس نیوز شبکې سره په مرکه کې، د نورو مسایلو ترڅنګ له افغانستان څخه امریکا ته د راوستل شویو افغانانو د ارزونې پر پروسې خبرې وکړې.
په دغې مرکې کې روبیو ومنله چې د ډونالډ ټرمپ د اوسني حکومت د کار د پيل راهیسې، د افغانانو د داخلېدو بهیر سوکه شوی او له زیات احتیاط څخه کار اخیستل کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه که څه هم د ګڼو افغانانو ژوند له خطر سره مخ دی ځکه چې د امریکا ترڅنګ یې کار کړی، خو بیا هم دا اړینه ده چې د هر چا دوسیه په دقت وڅېړل شي.
روبیو ټینګار وکړ چې د امریکا ته د داخلیدونکو خلکو ارزونه تل له جدي ستونزو سره مله وي.
د هغه په وینا، په ډېرو مواردو کې داسې معلومات شته چې لاسرسی ورته ناشونی دی، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې اسناد کم دي او د طالبانو حضور د څېړنو مخه نیسي.
"د څو دلیلونو لپاره، مهمه نده چې هغه څوک دی، یوه بشپړه پلټنه نشي کیدای. لومړی، موږ دا کار نه کوو - یوازې هغه معلومات ارزول کیدی شئ چې موجود وي، سمه ده؟ نو ممکن په اکثرو قضیو کې د دې خلکو په اړه داسې شیان وي چې مونږ پرې نه پوهیږو. مهمه نده چې څومره یې وپلټو، مشخص معلومات نه وي. او د نړۍ په ځینو برخو کې چې ثبت شوي اسناد محدود وي، ډېر محدود، نشو کولی بهر ته ولاړ شو او په ډیرو مواردو کې د طالبانو د حضور له امله له خلکو سره مرکې وکړو، او داسې نور.. دا ډیره ستونزمنه کیږي. "
روبیو وویل دویمه ستونزه دا ده چې د خلکو تېر ژوند ارزول کیدای شي، خو دا هېڅکله نشئ ارزولی چې دوی به په راتلونکي کې څه وکړي.
هغه زیاته کړه چې ځینې کسان، که څه هم له پخوا د تندلارۍ سابقه نه لري، خو امریکا ته تر داخلېدو وروسته د انلاین تبلیغاتو او افراطي شبکو له لارې افراطي کېدای شي، او دا یو دوامدار امنیتي ګواښ دی.
مارکو روبیو خبرداری ورکړ چې په نړۍ کې هېڅ هېواد نه شي کولای سلګونه زره کسان ومني او دا تمه ولري چې هېڅ منفي پایله به ونه لري.
د هغه په وینا، دا خطر په ځانګړي ډول هغه وخت زیات وي چې خلک د هغو سیمو څخه راځي چې فعاله ترهګریزې شبکې پکې شته او د نویو وګړو د افراطیت لپاره هڅې کوي.
په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکا د نامنظمه وتلو وروسته، لسګونه زره افغانان "ملګرو ته ښه راغلاست" د پروګرام د یوې برخې په توګه متحدو ایالتونو ته ننوتل.
په هغه وخت کې د بایډن حکومت وویل چې دا پروګرام "د زیانمنونکو افغانانو سره مرسته کول دي، چې پکې هغه کسان هم شامل دي چې په تیرو دوو لسیزو کې یې زموږ سره په افغانستان کې کار کړی، ځکه چې دوی په خوندي ډول په متحدو ایالتونو کې میشت کیږي."
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (د نومبر۲۷) د تروت سوشل په ټولنیزې شبکې د پخواني ولسمشر، جو بایډن، حکومت ته په اشارې لیکلي: "زه به د دریمې نړۍ له ټولو هېوادونو څخه مهاجرت د تل لپاره ودروم ترڅو د امریکا سیسټم ته اجازه ورکړم چې په بشپړ ډول ورغېږي، د بایډن (له لوري) د ملیونونو غیرقانوني (مهاجرو) منل به پای ته ورسوم، د هغو په ګډون چې د ویده جو بایډن په اتوپېن (اتومات قلم) لاسلیک شوي، او هر هغه څوک به وشړم چې د متحدو ایالتونو لپاره ګټور نه دي."
فورم \ دبحث خونه