د افغانستان بانک ريس خليل الله صديق اشنا راډيو ته وويل، په افغانستان کې د پولي پړسوب( انفلاسيون ) کچه د روان میلادي کال د مارچ تر پایه درې عشاریه دوه فیصده وه چې وضيعت ته په کتو دومره د اندېښنې وړ نه ده.
که د اقتصادي ضرورتونو څخه ډيرې پيسې په جريان کې شي ، دولت د د اخلي عوايدو په ټولولو کې پاته راشي او مرکزی بانک نه قرضه وغواړي ، بانک هم مجبوره دی چې پيسې ډيرې نشر کړي چې دی کار سره په بازار کې د پيسو جريان ډيريړی او انفلاسيون منځ ته راځي.
د انفلاسيون برخلاف په هيواد کې اقتصادي بحران ، د توليداتو د کچې ټيټيدل ، بيکاري ، د خلکو عايد کميدل اود خريد د قوې راټيټيدل ددې سبب گرځي چې توليدات پاتې ، قيمتونه راټيټ او ډيفلاسيون منځ ته راشي.
ښاغلی صديق وایي په دواړو حالاتو کې د افغانستان بانک د هيواد د مالي سيستم د څارونکي په توگه کولای شي د انفلاسيون او ډيفلاسيون مخه ونيسي.
خليل الله صدیق په هیواد کې مالي فساد نه يواځې د انفلاسيون او ډيفلاسيون سبب گڼی بلکه د افغانستان د اقتصاد په هره برخه يی اغيزه ناوړه بولي . د افغانستان بانک له ريس سره د اشنا راډيو د همکارې نوشابې اشنا مرکه دلته اوريدلائ شئ: