د لاس رسي وړ اتصالات

کابل، بېجینګ او اسلام اباد راتلونکې اونۍ درې اړخیزه غونډه کوي


افغان حکومتي سرچینې وايي، راتلونکې اونۍ په کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درې اړخیزه غونډه کېږي.

ویل کېږي په دغه غونډه کې پر درې اساسي مسائلو سولې له ترورېزم سره پر مبارزې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو پر حل او اقتصادي همکاریو خبرې وشي.

یادو سرچینو ویلي چې ټاکل شوې په دغه درې اړخیزه غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له ترورېزم سره د مبارزې او سولې په تړاو یو هوکړه لیک لاسلیک شي.

دغه غونډه چې د تر سره کېدو ټاکلې ورځ یې معلومه نه ده د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه تر سره کېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم تېره ورځ رسنیو ته په یوه لېږل شوې اعلامیه کې راتلونکې اوونۍ په کابل کې د درې واړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سیمه ییزې همکارې په اړه د یوې غونډې د تر سره کېدو خبر ورکړی و.

د معلوماتو له مخې چین په دغه غونډه کې د ناظر په توګه له افغانستان سره د پاکستان د شوو هوکړو د عملي کېدو نظارت کوي.

سرچینې وايي، د دغه غونډې له تر سره کېدو څخه د چین هدف د جنوبي او مرکزي اسیا هېوادونو ترمنځ د اقتصادي‌ همکاریو زیاتول او په دغه سیمه کې د خپلو اقتصادي منابعو د تر لاسه کولو په هدف د امنیت ټینګښت دی

د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ ورته بله ناسته د ۲۰۱۷ کال کې په چین کې جوړه شوې وه.

دغه ناستې د چین په ابتکار تر سره کېږي.

XS
SM
MD
LG