د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان، چین او پاکستان پر امنیت او ترهګرۍ غونډه کوي


ټاکل شوې چې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران په بیجینگ کې غونډه وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چونینگ د پنجشنبې په ورځ وویل چې د چین، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران به را روانه سه شنبه په بیجینگ کې پر امنیتي چارو، اتصال او د ترهگرۍ ضد مسایلو باندې خبرې وکړي.

میرمن چونینگ، په یو خبري کنفرانس کې وویل "د جون د میاشتې راهیسې چې دغو دریو هیوادونو د دریو اړخیزو خبرو لپاره یو میکانیزم جوړ کړ، دا لومړی ځل دی چې دا ډول یوه غونډه کوي".

د چین خبري اژانس سنهوا د میرمن هوا له خولې لیکلي چې "د چین د بهرنیو چارو وزیر وانگ یي او د هغه پاکستانی او افغان سیالان به د علاقې وړ خپلمنځي سیاسي اعتماد، مصالحې، پرمختیایي چارو، اتصال، امنیتي همکارۍ او د ترهگرۍ ضد مسایلو باندې بحث وکړي."

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیله څرگنده کړه چې دغه غونډه به "د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې بهترې کړي، دری اړخیزه همکاري به پراخه او د سیمه ییزې سولې، ثبات او پرمختیا سره به مرسته وکړي".

دغه لیدنه کتنه په داسې حال کې کیږي چې په دې وروستیو کلونو کې د کابل او اسلام آباد ترمنځ اړیکې خړې پړې شوي دي.

افغان مقامات پاکستان او په ځانگړې توگه د هغه هیواد استخباراتي اداره آی اس آی د ترهگرو ډلو په خاصه توگه د حقاني شبکې په ملاتړ ملامتوي. دغه ډلې په افغانستان کې پر افغان او نړیوالو قواو باندې وژونکي بریدونه کوي.

خو پاکستان د افغان مقاماتو او په افغانستان کې د اوسیدونکو بهرنیو ځواکونو د چارواکو دغه ډول ادعاوی تل ردې کړې دي.

XS
SM
MD
LG