د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان جلا وطني سیاسي او مدني فعالان: د طالبانو راتګ د افغانستان لپاره توره ورځ ده

یو شمیر افغان مدني او سیاسي فعالان چې د طالبانو تر راتګ وروسته یې هیواد پریښی، یکشنبه اګست ۱۴ (زمري۲۳) په یوې اعلامې کې په افغانستان کې د طالابنو راتګ "توره ورځ" بللې او د اګست د میاشتې ۱۵ مه نیټه یې ماتم بللی.

پدې اعلامیې کې ویل شوي چې د افغانستان د مخکني حکومت د سقوط کیدو دلایل مختلف دي خو په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ "مبهم او ناڅرګند تفام او پریکړه لیک د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د حکومت د سقوط یو جدي عامل ګڼل کیږي".

افغان سیاسي او مدني فعالانو همدرانګه ویلي چې پدې تیر یو کال کې د نور افغان ولس تر څنګ "ښځې او نجونې ددې محرومیت دردونه تر ټولو ډیر وګالل او د نورو اتباعو په څیر د هغوي ټولنیز، کلتوري، او مدني آزادي او حقونه په ښکاره توګه تر پښو لاندې شول".

اعلامیه کي تیر یوه کال کي د طالبانو کړنو ته په اشارې سره ویل شوي، "د بشري حقونو د لفعالیتونو لپاره د مدني فضا نشتوالی، د عدالت او قانون نشتوالی، د عدلي او قضایي بنسټونو بندلو، د دوتلي جوړښت او درې ګونو قواوو له منځه وړل، د ښځو پر وړاندې سیستماتیکي او غیر عادلانه تبعیض او مذنبي او نژادي تبعیض او توپیر، جنګي جرمونه او جبري مهاجرتونه، مسؤلیت نشتوالی او د مدني فعال، ډیموکراسۍ د ترویج کوونکي او د پخواني رژیم د کار کوونکو تر نامه لاندې د خلکو وژل" د دې ډلې ځینې کړنې یادې شوي.

پدې اعلامیې کې په نړۍ هم انتقاد شوی چې د طالبانو په کړنو او د افغانستان د ولس د کړاوونو په هکله بې تفاوته دي.

دې ډلې ویلي، "په ځانګړې توګه د اسلامي هیوادونو چوپتیا او سکوت پداسې حال کې چې دوي پوهیږي چې د ظلم پر وړاندې چوپتیا روا نده. زمونږ هیوادوالو په وړاندې د طالبانو داسې ظلمونو ته ننداره کوونکي پاتې کیدل دا څرګندوي چې نړۍ او په ځآنګړې توګه اسلامي هیوادونو افغانستان هیر کړی".

په اعلامیې کې د نړۍ په مشرانو او سیاستوالو غږ شوی چې په طالبانو دې دپلوماتیک فشار او بندیزونه ولګوي تر څو دا ډله رغندو خبرو ته حاضره شي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG