د لاس رسي وړ اتصالات

په فراه کې په جنګ کې نهه ملکیان ووژل شول


په فراه کې افغان ځواکونه د طالبانو ضد عملیات کوی
په فراه کې افغان ځواکونه د طالبانو ضد عملیات کوی

د فراه په ولایت کې د جګړې پر مهال نهه ملکيان وژل شوي او ۲۲ تنه نور دي. پېښه د بالابلوک ولسوالۍ په تودنک سیمه کې د جمعې په ماپښين شوې ده.

د فراه د ولایت د روغتون سر طبیب ډاکتر حکیم رسولي امریکا غږ اشنا ته وويل چې روغتون ته د اته وژل شویو کسانو جسدونه او ۲۲ ټپیان ور وړل شوي. ده زیاته کړه چې د ټپیانو په منځ کې یې ډېر ماشومان او میرمنې دي.

ډاکتر رسولي وايي د ملکي کسانو پایوازانو دوی ته ويلي چي په هوايي بریدونو او د جګړې په ګولیو کې دا عزیزان وژل شول او ژوبل شوي دي.

د فراه د امنیت امر سمونوال ګلبهار مجاهد امریکا غږ اشنا ته وويل چي د بالابلوک ولسوالۍ د فراه رود د تودنک په سیمه کې نظامي عملیات د ورځي له شروع سره پيل شوي او دوی دقیق نه پوهیږي چي ملکي کسانو ته کوم لوري زیان اړولی.

نوموړی وایي اووه ماشومان، یوه مېرمن او یو ښځه وژل شوي دي. د فراه د امنیت امر وايي چي د تودنک د سیمي په يوه سر کې حکومتي قواوي او بلي خواته يې وسله وال مخالفین دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG