د افغانستان د بغلان ولایت څخه راپورونه وايي چې وسله والو کسانو د دغه ولایت د خنجان ولسوالۍ کې په یو برید کې څلور تنه وژلي دي.
سیمه ایزو رسنیو راپور ورکړی دی چې دغه برید په یو جومات دننه شوی دی.
د بغلان ولایت د طالبانو د امنیه قواندانۍ برید تائید کړی او ویلي دي چې پېښه د سه شنبې په ورځ (اپریل۱۴) د خنجان ولسوالۍ د چوکک په کلي کې شوې ده.
که څه هم تر دې دمه د دغه برید مسئوولیت چا نه دی منلی، خو طالبانو د پېښې لامل شخصي ستونزه بللې او وايي چې د برید په شک یې دوه کسان نیولي دي.
له بل پلوه، هرات په ښار کې نن د یوه لاریون په ترڅ کې چې په سلگونو کسانو پکې گډون کړی و د هغو ملکیانو جسدونه خاورو ته وسپارل شول چې د جمعې په ورځ په انجیل ولسوالۍ کې د ناپيژاندو وسله والو په ډزو کې وژل شوي وو
لاریون کوونکو د ترهګرو او برید کوونکو پرضد شعارونه ورکول او د دې پېښې عاملانو د نیولو او مجازات کولو غوښتنه کوله.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په هرات کې د وروستي برید په اړه د تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.
په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینټ هم دا برید "وحشیانه" وباله او ویې ویل چې دا باید نه یوازې وغندل شي بلکې په خپلواکه توګه یې هم وڅېړل شي.
د جمعې په ماښام (د وري ۲۱) د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې یو شمېر نامعلومو وسله والو پر ملکي وګړو ډزې وکړې. په برید کې لږ تر لږه ۱۱ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه کوم کس یا کومې ډلې د دې حملې مسوولیت نه دی منلی
فورم \ دبحث خونه