د لاس رسي وړ اتصالات

افغان لوبغاړي د پاکستان سوپر لیګ کې نه لوبیږي- جاوید افریدی


دا لومړی ځل دی چې د پاکستان په تجارتي لیګ کې په یو وار د نهو افغان لوبغاړو نومونه بولۍ ته وړاندې کیږي
دا لومړی ځل دی چې د پاکستان په تجارتي لیګ کې په یو وار د نهو افغان لوبغاړو نومونه بولۍ ته وړاندې کیږي

د پېښور زلمي لوبډلې مالک جاوید افريدی وايي چې هېڅ افغان لوبغاړی به د پاکستان د سوپر لیګ په سیالیو کې برخه نه اخلي.

ښاغلي افريدي امریکا غږ اشنا ته وویل چې د نهو افغان لوبغاړو نومونه په بولۍ کې وو خو "د افغانستان کرکټ بورډ مکتوب استولی او ویلي دي چې افغان لوبغاړي به ونشي کولی په پي اس ال کې ولوبیږي، ځکه چې په دغه وخت کې افغانستان د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې برخه اخلي".

ښاغلي افریدي وویل چې دوې له مخکې پلان نیولی و چې راشد خان به د پېښور زلمي لوبډلې کې ونیسي، خو ونشو. هغه وايي د ویسټ انډیز او زمبابوې لوبغاړي به هم په دغو سیالیو کې برخه نشي اخیستلی، ځکه چې هغوې هم د غوراوي په سیالیو کې برخه اخلي.

د پاکستان د سوپر لیګ سیالیو کې د ۵۰۱ پاکستاني او نړیوالو لوبغاړو نومونه بولۍ ته وړاندې شوي دي چې د محمد نبي، راشد خان، شاپور ځدراڼ، دولت ځدراڼ، ګلبدین نایب، سمیع الله شینواری، ظاهر خان او شرف الدین اشرف نومونه هم په کې وو.

د افغانستان د کرکټ بورډ د مطبوعاتو مسول لطف الله ستانکزي امریکا غږ ته وویل که افغان لوبډله لوبه ولري، لوبغاړي نشي کولی په بهرنیو تجارتي لیګونو کې ولوبیږي، ځکه چې هېواد یې ورته ضرورت لري.

په لومړي ځل د پي اس ال په سیالیو کې محمد نبي ولوبېده او وځلېده. تېرکال هم د ځینو افغان لوبغاړو نومونه د دغو سیالیو بولۍ ته وړاندې شوي وو، خو د افغان لوبډلې د بوختیاو له کبله یو هم ونه لوبېده.

د ۲۰۱۹ کال د غوراوي سیالیۍ د ۲۰۱۸ کال د مارچ په میاشت کې زمبابوې کې کیږي چې افغانستان، ویسټ انډیز، زمبابوې، ایرلنډ او شپږ نورو ټیمونه په کې برخه اخلي، له دې به دوه ټیمونه نړیوال جام ته وځي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG