د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په کرکټ‌ کې پاکستان ته ماتې ورکړه


دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله د پاکستان  ۱۹ کلنو لوبډلې ته په دومره لوی توپیر ماتې ورکوي
دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله د پاکستان  ۱۹ کلنو لوبډلې ته په دومره لوی توپیر ماتې ورکوي

د اسیا د کرکټ‌ د نړیوالې شورا د ځوانانو د جام په سیالیو کې د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې د پاکستان د ۱۹ کلنو لوبډلې ته لویه ماتې ورکړه.

پچه افغانستان وګټله خو پاکستان ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه. د مجیب الرحمن ښې توپ اچونې د پاکستانۍ لوبډلې ملا ماته کړه. مجیب شپږ پاکستاني‌ لوبغاړي‌ وسوځول او دلوبې غوره لوبغاړی شو.

دا لوبه د جمعې په ورځ ( نومبر لسمه) په مالیزیا کې وشوه.

د پاکستان ټوله لوبډه په ۲۰ اورونو کې وسوځېدله او یوازې ۵۷ منډې یې وکړې. افغانستان دا هدف په لسو اورونو کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو پوره او لوبه یې وګټله.

مجیب الرحمن په لسو اورونو کې ۲۳ منډې ورکړې او د پاکستان شپږ لوبغاړي یې وسوځول
مجیب الرحمن په لسو اورونو کې ۲۳ منډې ورکړې او د پاکستان شپږ لوبغاړي یې وسوځول

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله د پاکستان ۱۹ کلنو لوبډلې ته په دومره لوی توپیر ماتې ورکوي.

د افغانستان د کرکټ بورډ په رسمي فیسبوک پاڼه کې لیکل شوي چې مجیب په لسو اورونو کې ۲۳ منډې ورکړې او دوه اورونه یې مډین یا داسې وکړل چې یوه منډه هم پرې ونشوه.

کپتان نوین الحق او یوسف ځاځي بیا د پاکستانۍ لوبډلې دوه دوه لوبغاړي‌ وسوځول.

داسې برېښېدل چې افغان منډه جوړونکو غوښتل دا هدف ژر ترلاسه کړي، ښايي همدا علت وو چې درې لوبغاړي یې هم ژر ژر وسوځېدل. د اسیا د کرکټ د نړیوالې شورا په خپل ټویټر کې لیکلي‌ چې افغان لوبغاړو له ضرورت پرته ځانونه وسوځول.

د افغانستان دویمه لوبه سبا شنبه له سرېلنکا سره ده. دا د اسیا د ۱۹ کلنو ځوانانو د جام سیالۍ دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG