د لاس رسي وړ اتصالات

نجیب ځدراڼ: باید ځوان لوبغاړو ته ډېر چانس ورکړل شي


نجیب ځدراڼ، د ملي لوبډلې کیڼ لاس توپ وهوونکی چې په تېزې لوبې مشهوره دی.
نجیب ځدراڼ، د ملي لوبډلې کیڼ لاس توپ وهوونکی چې په تېزې لوبې مشهوره دی.

د افغانستان د کرېکټ الف لوبډلې د سرېلنکا په کولمبو ښار کې په یوې څلور ورځنۍ لوبې کې د دغه هېواد د پرمختیا لوبډلې ته په ۶۹ منډو ماتې ورکړه. حمزه هوتګ پنځه لوبغاړي وسوځول او نجیب ځدراڼ ۱۱۳ منډې وکړې.

افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۵۸ او دویمې پاڼۍ کې بیا ۴۱۲ منډې وکړې. د سرېلنکا د پرمختیا لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې پر افغان لوبډلې لاسبرې شوه او ۲۸۴ منډې یې وکړې خو، په دویمې پاڼۍ کې یې بیا یوازې ۲۲۱ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته یې د ۶۹ منډو په توپیر سرله لوبه وبایلله.

افغان الف لوبډله سرېلنکا ته تللې چې له ځینو سیمه اییزو لوبډلو سره دوه څلور ورځنۍ او څلور یوه ورځنۍ سیالۍ وکړي.

حمزه هوتګ د مخالفې لوبډلې پنځه لوبغاړي وسوځول او د افغانستان د الف لوبډلې بري ته یې لاره پرانیستله.
حمزه هوتګ د مخالفې لوبډلې پنځه لوبغاړي وسوځول او د افغانستان د الف لوبډلې بري ته یې لاره پرانیستله.

د الف لوبډلې روزونکی ریس احمدزي د امریکا غږ اشنا ته وویل چې د دغه سفر هدف را روان نړیوال جام او نورو سیالیو ته د ځوانو لوبغاړو موندل دي.

د افغان ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی نجیب ځدراڼ چې په دغې سیالۍ کې یې ۱۱۳ منډې وکړې وايي، چې باید پر ځوانو استعدادونو ډېر کار وشي چې په اینده کې د ملي لوبډلې د اوسنیو ښو لوبغاړو غوره بدیل پېد اشي.

هغه د افغانستان د ملي لوبډلې کیڼ لاسی توپ وهوونکی دی چې، د ۲۰۱۵ په نړیوال جام کې هم ولوبېده،د نیوزلېنډ پر وړاندې د ده لوبه د ستایلو ده.

نجیب په سرېلنکا کې د خپلې وروستۍ لوبې د سلیزې په اړه غږېدلی او د امریکا غږ د یو شمېر اورېدونکو جالبو پوښتنې یې هم ځواب کړي دي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:07:35 0:00
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG