د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ: افغانستان پي ان جي ته د ۳۹۰ منډو هدف وټاکه


afghanistan cricket
afghanistan cricket

د متحده عربي اماراتو د شارجې په لوبغالي کې د افغانستان او پاپوانیوګيني لوبډلو ترمنځ د لوبې درېیمه ورځ خلاصه شوه او سبا سه شنبه وروستۍ او برخلیک ټاکونکې ورځ ده.

افغانستان په دویمې پاڼۍ کې ۵۴۰ منډې وکړې چې دا يې په څلور ورځنیو لوبو کې تر ټولو ډېرې منډې دي؛ خو، په لومړۍ پاڼۍ کې يې بیا ټول لوبغاړي په ۱۴۴ منډو سوځېدلي وو.

افغانستان اوس خپلې مخالفي لوبډلې ته د ۳۹۰ منډو هدف ورکړی، خو پي ان جي د ورځې تر پایه ۱۱۰ منډې کړې او څلور لوبغاړي يې هم سوځېدلي دي.

سبا به د افغان توپ اچوونکو هڅه دا وي چې د پي ان جي لوبغاړي د ډېرو منډو ګډې ملګرتیا جوړولو او وخت ضایع کولو ته پرېنږدي او ژر ژر يې وسوځوي.

که افغانستان لوبه وګټي د ۲۰ پوانټونو څخه به ۱۴ پوانټونه واخلي؛ که مساوي شي افغانستان به اووه او پي ان جي به ۱۳ پوانټه واخلي، دا ځکه چې پي ان جي په لومړنۍ پاڼۍ کې پر افغانستان منډې واړولې او وار له واره يې شپږ پوانټونه وګټل.

درې لوبغاړي درې سلیزې

دا لومړی وار و چې په افغان لوبډلې کې د سرې درې لوبغاړي یو په بل پسې سلیزې کوي.

لومړنۍ سلیزه شهزاد محمدي وکړه چې په ۱۱۶ وسوځېده، ورپسې ځوان لوبغاړي حشمت الله شهیدي ۱۱۲ او بیا کپټان اصغیر ستانکزي ۱۲۷ منډې وکړې.

اصغر او شهزاد خو وړاندې هم په څلور ورځنیو سیالیو کې سلیزې کړې وې، خو دا د ځوان توپ وهونکي شهیدي لومړنۍ سلیزه وه؛ ده په کورنیو سیالیو کې غبرګې سلیزې کړې وې.

حشمت شهیدي په څلور ورځنیو سیالیو کې لومړنۍ سلیزه وکړه.
حشمت شهیدي په څلور ورځنیو سیالیو کې لومړنۍ سلیزه وکړه.

د ۱۹ کلنو لوبډلې اوسنی مرستیال روزونکی ریس احمدزي امریکا غږ ته وویل " شهیدي د افغانستان د کرکټ راتلونکی دی."

پر دې سربېره ګلبدین نایب ۷۵ او میرویس اشرف ۵۴ منډې وکړې او پي ان جي ته يې یو لوړ هدف وټاکه، دا په څلور ورځنیو سیالیو کې د ګلبدین لومړنۍ پنځوسیزه وه.

افغانستان د لویو وچو د هېوادونو په سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه له سکاټلېند سره مساوي کړې ده.

نهه هېوادونه له یو بل سره لوبيږي او لومړنی مقام ګټونکي ته به يې د کرکټ د نړیوالې شورا د لومړۍ درجې له نهم او لسم نمبر هېواد سره د ټست سیالیو چانس ورکړل شي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG