د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان الف زمبابوې الف ته په کرکټ کې ماتې ورکړه


د دغو لوبډلو دویمه لوبه د یکشنبې په ورځ ده
د دغو لوبډلو دویمه لوبه د یکشنبې په ورځ ده

د افغانستان د الف ( پرمختیايي لوبډلې) زمبابوې ته د خپلو پنځو لوبو لړۍ په بري سره پیل کړه.

افغانستان په لومړنۍ لوبې کې پچه وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه. لوبه د ۵۰ اورونو وه، خو د باران له کبله ۲۸ اورونو ته کمه شوه.

افغان توپ اچوونکو د زمبابوې لوبغاړې پرېنښودل چې ډېرې منډې وکړې او ټوله لوبډله یې په ۲۷م اور کې په ۱۱۹ منډو وسوځوله. افغانستان الف دا هدفپه ۲۴م اور پوره کړه او لوبه یې وګټله.

په افغان توپ اچوونکو کې عبدالله عادل او ضیاالرحمن ښه وځلېدل. عبدالله عادل په پنځو اورونو څلور لوبغاړي وسوځول او ۲۲ منډې یې ورکړې. همدغه راز ضیاالرحمن اکبر په شپږو اورونو کې درې لوبغاړي وسوځول او ۲۴ منډې یې ورکړې.

ضیالرحمن د ۱۹ کلنو لوبډلې ځوان او چپ لاسی ورو بالر دی چې کټ مټ حمزه هوتک غوندې توپ اچونه کوي.

د افغانستان او زمبابوې په الف لوبډلو د ملي لوبډلو ځیني لوبغاړي هم وو. د افغانستان دویمه لوبه د یکشنبې په ورځ ده.

په دغو لوبو پسې د افغانستان او زمبابوې د ملي لوبډلو ترمنځ هم سیالۍ پیل کیږي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG