د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان الف له زمبابوې الف نه د پنځو لوبو سیریزو وګاټه


د افغانستان الف او زمبابوې الف څلورمه لوبه د جمعې په ورځ ده
د افغانستان الف او زمبابوې الف څلورمه لوبه د جمعې په ورځ ده

د افغانستان الف او زمبابوې الف ترمنځ د پنځو لوبو په درېیمې کې هم افغانستان زمبابوې ته ماتې ورکړه او په دې سره یې سیریز وګاټه.

په درېیمه لوبه کې افغانستان اول بيټینګ وکړ او په ۵۰ اورونو کې ۲۸۰ منډو هدف یې وټاکه.

په افغان لوبغاړو کې یونس احمدزي ۱۰۵ او کپتان شفیق الله شفق ۷۰ منډې وکړې. شفق اته شپږیزې ووهلې.

زمبابوې دا دا هدف پوره نشو کړ او د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۵۹ منډې وکړې.

په افغان بالرانو کې تر ټولو ښه باولینګ نواز خان وکړ. ده پنځه لوبغاړي وسوځول، چې درې یې په اخري (۵۰م) کې وو. محمد ابراهیم دوه او ضمیر یو لوبغاړي وسوځول.

د دوی ترمنځ څلورمه لوبه د جمعې په ورځ ده. افغانستان اوله او دویمه لوبه هم ګټلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه اونۍ وروسته ټاکل شوی چې د افغانستان ملي لوبډله هم زمبابوې ته ولاړه شي او هلته له کوربه سره پنځه یوه ورځنۍ لوبې وکړې.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG