د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ: افغانستان له ایرلنډ سره په اوله ورځ ۳۵۷ منډې وکړې


په اوله ورځ د افغانستان شپږ لوبغاړي وسوځېدل
په اوله ورځ د افغانستان شپږ لوبغاړي وسوځېدل

افغانستان د ایرلنډ سره د څلور ورځنیو سیالیو په لومړۍ ورځ ۳۵۷ منډې وکړې او شپږ لوبغاړي یې سوځېدلي دي.

افغانستان د سه شنبې په ورځ پچه وګټله او په خپله یې منډو ته ملا وتړله. لوبه په هند کې ده. شبیر نوري ۱۵ منډې وکړې او ژر وسوځېد خو محمد شهزاد محمدي ۸۵ منډې وکړې او د افغانستان لپاره یې د منډو جوړولو ښه پیل وکړ.

په افغان لوبغاړو کې کپټان اصغر ستانکزي ۱۱۰ منډې کړي او لا سوځېدلی نه دی. ناصر جمال ۷۲، رحمت شاه ۴۶، محمد نبي ۱۱ او حشمت الله شاهدي دوه منډې وکړې. افسر ځاځي شپږ منډې کړي او سبا به له اصغر سره په ګډه لوبه کوي.

اخوا، د اسیا په ایمرجنګ کپ سیالیو کې د سرېلنکا ۲۳ کلنو لوبډلې د افغانستان الف لوبډله ماته کړه. په دغو سیالیو کې افغانستان مالیزیا ته ماتې ورکړې ، وروستۍ او درېیمه لوبه یې د پنجنشبې په ورځ د هند له ۲۳ کلنو لوبډلې سره ده.

د لویو وچو هېوادونو سیالۍ

د لویو وچو د اتو هېوادونو په دغو څلور ورځنیو لوبو کې د هرې لوبې ګټل ۲۰ نمبرې لري، خو که په اول اننګز کې مخالف ټیم تر تا ډېرې منډې وکړې، شپږ نمبرې اخلي او په دې حساب کې که لوبه مساوي هم شي، د ۲۰ نمبرو څخه مخالف ټیم ته ۱۳ او تاته اووه نمبرې درکول کیږي.

که افغانستان غواړي‌ چې تر ایرلنډ مخکې شي باید دغه سیالي داسې وګټي چې پوره ۲۰ نمبرې واخلي چې ټولې نمبرې یې ۸۱ شي او د جدول په سر کې راشي.

اوس ایرلنډ ۸۰ او افغانستان ۶۱ نمبرې لري او د جدول اول او دویم هېوادونه دي.

د لویو وچو د هېوادونو د روانو سیالیو ګټونکي ته په ۲۰۱۸ کال کې د کرکټ د نړیوالې شورا د بشپړو لسو غړو هېوادونو له وروستي ټیم/ټیمونو سره د ټسټ لوبو چانس ورکول کیږي‌.

له ایرلنډ نه پرته د افغانستان دوه نورې څلور ورځنۍ لوبې پاتې دي‌ چې یوه یې له عربي متحده اماراتو او بله یې له هانګ کانګ سره ده. دا دواړه لوبډلې نسبتاً کمزورې بلل کیږي مګر افغانستان باید خپلې ټولې پاتې لوبې وګټي او پوره نمبرې هم واخلي چې د ټست سیالۍ وکړي.

د ایرلنډ پاتې دوه لوبې بیا له سکاټلند او هالنډ سره دي چې نسبتآ قوي لوبډلې بلل کیږي. ایرلنډ تر ټولو ډېرې د دغو سیالیو اتلولۍ ګټلي دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG