د لاس رسي وړ اتصالات

هغه افغان لوبغاړی چې کورنۍ یې ۳۵ کاله وروسته کابل ته راغله


احمدشاه د افغانستان د ملي لوبډلې پخوانی اوپنر دی
احمدشاه د افغانستان د ملي لوبډلې پخوانی اوپنر دی

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخواني اوپنر احمدشاه سلیمانخیل له پاکستان څخه افغانستان کډه راوړه.

احمدشاه د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د سختو ورځو لوبغاړی و چې وايي د افغانستان لپاره یې ټولټال ۳۰ لوبې کړي دي.

نوموړی هغه وخت د افغانستان لپاره لوبه کوله چې نه دا کرکټ بورډ و، نه داسې لوبډله، نه داسې بودیجه او نه هم د افغان لوبغاړو دومره شهرت.

ښاغلي سلیمانخیل امریکا غږ اشنا ته وویل چې د هغه کورنۍ ۳۵ کلونه په پاکستان کې تېر کړل، خو بلاخره یې پرېکړه وکړه چې بېرته "خپل وطن ګل وطن" ته ستنه شي.

نوموړي د افغانستان لپاره اوله لوبه په ۲۰۰۳ کې د عمان او اخري لوبه یې په ۲۰۰۸ کال کې د هالنډ خلاف وکړه. احمدي چپ لاسی اوپنر او چپ لاسی ورو توپ اچونکی و چې په ۲۰۰۹ کال کې يې کرکټ پرېښود. هغه اوس د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلو د غوراوي کمېټې غړی دی.

احمدشاه سلیمانخیل اوس د افغانستان د کرکټ د ملي لوبغاړو د غوراوي کمیټې غړی دی
احمدشاه سلیمانخیل اوس د افغانستان د کرکټ د ملي لوبغاړو د غوراوي کمیټې غړی دی

هغه وايي چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې له افغانانو سره ناوړه چلند کیږي او په خبره یې باید په پاکستان او نورو هېوادونو کې مېشت ټول افغان کډوال خپل هېواد ته راستانه شي.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ډېرو مخکنيو او ځینو اوسنيو لوبغاړو په پاکستان کې ژوند کړی او هماغلته یې د کډوالۍ په مهال کرکټ زده کړی دی.

په دې وروستیو کلونو کې د افغانستان کرکټ بورډ ځیني ملي لوبغاړي مجبوره کړل چې خپل هېواد ته راستانه شي، ډېر یې راغلل خو لا هم دوه درې داسې لوبغاړي شته چې لوبې د افغانستان لپاره خو ژوند په پاکستان کې کوي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG