د لاس رسي وړ اتصالات

دولت احمدزی: ځوان لوبغاړی مجیب د کرکټ یو کتاب دی


افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو نړیوال جام ته ووت
افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو نړیوال جام ته ووت

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو د لوبډلې روزونکي دولت احمدزي د ۲۰۱۸ کال نړیوال جام ته له وتلو وروسته د ځینو نویو ټوکېدلیو استعدادونو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي احمدزي امریکا غږ اشنا ته وویل چې د ۱۹ کلنو په لوبډلې کې داسې لوبغاړي شته چې د عمر له پلوه کم، خو د مهارت له پلوه د نړۍ د ځینو مشهورو لوبغاړو څخه ښه دي.

ښاغلي احمدزي د بېلګې په ډول د ورو توپ توپ اچوونکي مجیب ځدراڼ یادونه وکړه چې د هغه په خبره د هند له مشهور لوبغاړي اشوین سره ورته والي لري او "مهارت" یې هم تر چا کم نه دی.

نوموړي وویل "مجیب اف بریکر دی، ګوګلي هم کوي، لېک برېک هم کموي، صرف اف بریګ کې درې قسمه اف بریک کوي، داسې ویلی شوي چې مجیب د کرکټ یو کتاب دی".

مجیب ورو توپ اچونکی دی
مجیب ورو توپ اچونکی دی

​دولت احمدزي همدغه راز یوسف ځاځی او ظاهر خان ښه بالران وبلل او دروېش رسولي او ابراهیم ځدراڼ یې ښه منډه جوړونکي یاد کړل چې په خبره یې په اینده کې به د افغانستان د ملي لوبډلې ښه لوبغاړي کېدی شي.

هغه ځینې نور لوبغاړي هم یاد کړل او ټېنګار یې وکړ چې باید دا استعدادونه وساتل شي، د ۲۳ کلنو او الف لوبډلو کې ورته د لوبو چانسونه ورکړل شي چې ملي لوبډلې ته برابر شي. هغه وویل "دغه لوبغاړي د کرکټ وږي دي، د دوی د کرکټ همدا موسم دی، باید یې ونه ځنډو، باید دا استعدادونه ضایع نشي".

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې روزونکي دولت احمدزي وویل چې دغو لوبغاړو ته باید له افغانستان څخه د باندې د لوبو او تمرینونو زمنیې هم برابرې شي.

دولت احمدزي په هوايي ډګر کې و، او له همدې کبله یې غږ هم څه ناڅه صفا نه راته.

please wait

No media source currently available

0:00 0:08:35 0:00

XS
SM
MD
LG