د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو نړیوال جام ته نژدې شو


افغانستان خپله وروستۍ لوبه له نیپال سره کوي
افغانستان خپله وروستۍ لوبه له نیپال سره کوي

د ۲۰۱۸ کال د ۱۹ کلنو نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې افغانستان په لوی توپیر سره سېنګاپور ته ماتې ورکړه.

د سېنګاپور د ۱۹ کلنو لوبډلې د پچې له ګټلو وروسته افغانستان ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. افغان ۱۹ کلنو لوبډلې په ۵۰ اورونو کې سېنګاپور ته د ۳۰۵ منډو هدف ورکړ او یوازې اووه لوبغاړي یې سوځېدلي وو.

دا په روانو سیالیو کې د افغانستان تر ټولو لوړ هدف دی چې بلې مخالفې لوبډلې ته یې ورکوي. خو سېنګاپور دا منډې پوره نشوې کړې او ټوله لوبډله یې په ۱۹م اور کې په ۸۱ منډو وسوځېدله.

د افغانستان کرکټ بورډ په خپل فیسبوک کې لیکلي چې په نننۍ لوبې کې "ابراهيم ځدراڼ ۷۳، درويش رسولي ۷۱، طارق ستانکزي ۵۵، نويد عبيد ۲۹ او اکرام علي خیل ۲۷ منډې" وکړې.

په توپ اچوونکو کې بیا مجيب ځدراڼ څلور، يوسف ځاځي درې، وفادار مومند، وقارالله اسحاقزي او شمس الله ولي خيل يو-يو لوبغاړي وسوځول، خو د لوبې غوره لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ شو، ده ۷۳ منډې کړې وې.

دا په روانو سیالیو کې د افغانستان پنځم پرلپسې بری دی، همدغه راز اول ځل دی چې په دغو سیالیو کې افغانستان تر ۳۰۰ ډېرې منډې کوي او بیا مخالفې لوبډلې ته د ۲۲۴ منډو په توپیر ماتې ورکوي.

افغانستان په دغو سیالیو کې دوه وارې سېنګاپور، دوه وارې مالیزیا او یو واري نيپال ته ماتې ورکړې ده.

افغانستان په جدول کې لا هم په لومړي مقام دی او که سه شنبه ( جولاۍ ۲۵) له نیپال څخه خپله وروستۍ لوبه وګټله او یا یې په کم توپیر وبایلله، د ۲۰۱۸ کال نړیوال جام ته وځي.

د کرکټ نړیوال جام په نیوزلنډ کې کیږي چې ۱۶ لوبډلې به په کې لوبیږي، افغانستان څلور ځلې د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې لوبېدلی دی.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG