د لاس رسي وړ اتصالات

ظاهر خان په افغان لیګ شپږیزې کې ریکارډ جوړ کړ


دی په اول ځل د بنګلدېش کورنیو سیالیو ته واخیستل شو
دی په اول ځل د بنګلدېش کورنیو سیالیو ته واخیستل شو

د شپږیزې لیګ په سیالیو کې د مس عینک اتلانو کیڼ لاسي توپ اچوونکي ظاهر خان په یوې لوبې کې پنځه لوبغاړي وسوځول.

دا لږ تر لږه د شپږیزې په روانو سیالیو کې لومړی ځل دی چې یو افغان لوبغاړی په یوې لوبې کې دومره لوبغاړي سوځوي.

په اصل کې د ظاهر خان غوره توپ اچونې د مس عینک لوبډله له ماتې وژغوره. ظاهر خان په څلورو اورونو کې یوازې ۱۹ منډې ورکړې او د لوبې غوره لوبغاړی هم شو.

نوموړي د چهارشنبې د ورځې په لوبې کې د بند امیر ښامارانو د کپټان راشد خان په ګډون، شاهدالله، اکرام فیضي، مسلم موسی او فطرت الله خاوری وسوځول. دی د محمد نبي په ټیم کې لوبیږي.

چینیمین

ظاهر خان په کیڼ لاس توپ اچوي، هغه چې څه رقم توپ اچوي په کرکټ کې Left-arm unorthodox spin- slow left arm chinaman چینیمن یا ان اردوکس کیڼ لاسی ورو بالر بلل کیږي.

د نورو کیڼ لاسو توپ اچوونکو خلاف د چینیمین بالرانو بال پر پیچ له لګېدو وروسته له ښي لوري چپ ته تاویږي
د نورو کیڼ لاسو توپ اچوونکو خلاف د چینیمین بالرانو بال پر پیچ له لګېدو وروسته له ښي لوري چپ ته تاویږي

د نورو کیڼ لاسو توپ اچوونکو خلاف د چینیمین بالرانو بال پر پیچ له لګېدو وروسته له ښي لوري چپ ته تاویږي او همدغه کار منډه جوړوونکيو ته ستونزه جوړوي.

په ساده ډول چینیمین بالران د کیڼ لاسي اف بریګر بالرانو په څېر توپ تاووي/کوي. د کرکټ په نړۍ کې دا ډول بالران ډېر کم دي او بریالي بلل کیږي.

نور عادي کیڼ لاس بالران داسې توپ اچونه نه کوي او یا یې نشي کولی. ظاهر خان په لومړي ځل د بنګلدېش په کورنیو سیالیو کې هم اخیستل شوی دی.

د بند امیر ښامارانو کپټان راشد خان امریکا غږ اشنا ته ویلي وو چې ظاهر خان ښه توپ اچوونکی دی. له شک پرته چې د ظاهر خان نننۍ لوبې به د هغه بنګلدېشۍ لوبډله رینګپور رایډرز هم خوشحاله کړې وي.

ظاهر خان تر دې دمه د شپږیزې په سیالیو کې دویم غوره توپ اچونکی دی چې په شپږو سیالیو کې یې ۱۲ کسان سوځولي، خو یوه بله لوبه یې هم پاتې ده. د ظاهر خان لوبډله د شپږیزې پایلوبې ته وتلې ده.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG