د لاس رسي وړ اتصالات

افغان لوبغاړي د کرکټ یو نړیوال ریکارډ مات کړی


محبوب بهیر په یو سیریز کې ۳۰۳ ناسوځېدلې منډې کړې دي
محبوب بهیر په یو سیریز کې ۳۰۳ ناسوځېدلې منډې کړې دي

د کرکټ نړیواله شورا وايي چې ځوان افغان لوبغاړي محبوب بهیر د کرکټ د څلور ورځینو سیالیو یو زوړ ریکارډ مات کړی دی.

د کرکټ نړیوالې شورا په خپلې ویپاڼې کې ویلي دي چې محبوب بهیر د اسټرالیا د یو پخواني لوبغاړي ډن براډمن د کلونو زوړ ریکارډ مات کړی دی.

بهیر په افغانستان کې په خپلو لومړنیو څلور ورځنیو سیالیو کې تر ۱۰۰۰ ډېر رنزونه کړي او د منډو تر ټولو لوړ اوسط لري.

راپور وايي شاید د کرکټ ډېر مینوال لا هم په دغه برخه کې براډمن اول وګڼي، خو خبر نه دي چې بهیر دا ریکارډ ماټ کړی او اول شوی دی. محبوب بهیر د کرکټ نړیوالې شورا ته ویلي دي چې دی په ډېرې حوصلې لوبه کوي او د خوښې لوبغاړی یې د افریقا هاشم امله دی.

محبوب بهیر اوس د افغانستان د ۱۹ کلنو په لوبډلې کې دی او نیوزلنډ ته تللی چې په نړیوال جام کې ولوبیږي.

د بهیر د دریو سلیزو ریکارډ

بهیر محبوب لومړنی افغان شو چې د افغانستان د احمد شاه ابدالي د فرسټ کلاس(څلور ورځنیو) سیالیو په یوې لوبې کې درې سلیزې کوي.

دی د سپین غر زون په لوبډلې کې لوبیږي او د پنجشنبې په ورځ ( نومبر نهمه) یې د بست زون خلاف یوې لوبې کې ۳۰۳ منډې وکړې خو ونه سوځېده. د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس لوبې د افغانستان د پنځو زونونو سپین غر، بست، بند امیر، مس عینک او امو ترمنځ دي.

محبوب امریکا غږ اشنا ته وویل "کله چې مې درېیمه سلیزه ووهله، پوه شوم چې دا مې د هغو ستړیاو او خولیو نتیجه ده چې ما به د تمرین پر مهال تویولې او په تمرین کې به سخت ستړی کېدلم". بهیر په څلورو لوبو کې تر دې دمه ۸۳۱ منډې کړې.

ښاغلی بهیر وايي خوشحاله دی چې لومړنی افغان لوبغاړی شو چې په کورنیو سیالیو کې داسې یو تاریخ جوړوي، خو "زه د لوبغاړو د غوراوي له کمېټې غواړم چې ټولو هغو نویو استعدادونو ته پام وکړي او تشویق یې کړي چې ښه ځلیږي. زه د ځان لپاره نه وایم، ډېر داسې قوي لوبغاړي شته چې پام ورته نه دی شوی، زړونه یې مات شوي او له لوبو لاس په سر شوي دي. باید دوې ته پوره توجه او کار پرې وشي".

هغه وايي لویه هیله یې دا ده چې "د افغانستان په ملي لوبډلې کې ښې لوبې وکړم او د غمځپلو افغانانو په شونډو مسکا راولم". د کونړ ولایت دغه ځوان لوبغاړي د افغانستان د ۱۹ کلنو په لوبډلې کې هم لوبېدلی دی.

هغه د امریکا غږ خبریال جعفر هاند ته د خپلو راتلونکو پلانونو په اړه هم خبرې هم وکړي، مرکه یې دلته واورئ:

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG