د لاس رسي وړ اتصالات

ایرلنډ‌ له افغانستان څخه د دریو لوبو لړۍ وګټله


د دغې لړۍ لومړنۍ لوبه افغانستان ګټلې وه
د دغې لړۍ لومړنۍ لوبه افغانستان ګټلې وه

په درېیمې لوبې کې افغانستان ایرلنډ ته د ۱۷۸ منډو هدف ورکړ چې ایرلنډیانو په اسانۍ سره پوره او د دریو نړیوالو سیالیو لړۍ یې ۲-۱ یوه وګټله.

لوبه د یکشنبې په ورځ په شارجه کې وشوه، افغانستان پچه وګټله او د منډو جوړولو پرېکړه یې وکړه. د افغانستان ټول لوبغاړي په ۴۹ اورونو کې په ۱۷۷ منډو وسوځېدل. ایرلنډ د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره دا هدف پوره لوبه او سیریز یې وګاټه.

د لوبې غوره لوبغاړی د ایرلنډ پاول سټرلینګ شو، هغه ۱۰۱ منډې وکړې او په توپ‌ اچونې کې یې هم یو افغان لوبغاړی وسوځوه.

په افغان منډه جوړونکو کې تر ټولو ډېرې ۴۴-۴۴ منډې رحمت شاه او راشد خان وکړې. جاوید احمدي په ۲۷ منډو وسوځېده. ناصرجمال ۱۸ او ګلبدین ۱۵ منډې وکړې. کپټان اصغر ستانکزي پنځه او محمد نبي‌ یوه منډه وکړه.

د افغانستان په لوبډله کې دوه بدلونونه راغلي‌ وو، د احسان جنت پر ځای نور علي ځدراڼ او د دولت ځدراڼ پر ځای شاپور ځدراڼ راوستل شوي وو. نور علي ځدراڼ یوازې نهه منډې وکړې او شاپور ځدراڼ په اوو اورونو کې ۷۱ منډې وکړې او هېڅ‌ لوبغاړی یې هم ونه سوځوه.

په افغان توپ اچوونکو کې محمد نبي او راشد خان دوه دوه لوبغاړي وسوځول او مجیب ځدراڼ‌ بیا یو لوبغاړی وسوځوه. د دغې لړۍ لومړنۍ لوبه افغانستان ګټلې وه.

XS
SM
MD
LG