د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له زمبابوې څخه د ۲۰ اورونو لړۍ وګټله


د لوبې غوره لوبغاړی محمد نبي شو. په اولې لوبې کې دی غوره لوبغاړی و
د لوبې غوره لوبغاړی محمد نبي شو. په اولې لوبې کې دی غوره لوبغاړی و

افغانستان له زمبابوې څخه د دوو ۲۰ اورونو لړۍ ۲-۰ وګټله.

دویمه لوبه هم په شارجه کې وشوه. افغانستان په ۲۰ اورونو کې زمبابوې ته د ۱۵۹ منډو هدف ورکړ، خو زمبابوې دا هدف پوره نشو کړی او روانه لړۍ یې وبایلله.

په افغان منډه جوړونکو کې محمد نبي ۴۵، کریم صادق ۲۸، اصغر ستانکزی ۲۷ او نجیب ځدراڼ ۲۴ منډې وکړې.

په توپ اچوونکي کې بیا مجیب ځدراڼ او راشد خان دوه-دوه کسان او محمد نبي یو کس وسوځوه. د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپټان اصغر ستانکزي وویل چې د لړۍ ګټل د افغانستان لپاره مهم وو.

ښاغلي ستانکزي وویل چې د افغانستان قوت تر بیټینګ ډېر په باولینګ کې دی. د دغو لوبو غوره لوبغاړی محمد نبي شو. محمد نبي په لومړۍ لوبې کې هم د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی و.

محمد نبي وویل چې افغان لوبډلې ښه لوبه وکړه او نتیجه یې ټولو ولیدله. ښاغلي نبي وویل چې په لوبډلې کې د هغه او راشد خان موجودیت او رول ډېر مهم دی. محمد نبي ته د ډېرو شپږیزو له کبله هم جایزه ورکړل شوه.

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د پنځو یوې ورځنیو لوبو لړۍ د جمعې په ورځ پیلیږي.

XS
SM
MD
LG