د لاس رسي وړ اتصالات

راشد خان د ۲۰ اورونو نړیوالو سیالیو کې هم اول مقام خپل کړ


راشد خان د ۵۰ اورونو په نړیوالو سیالیو کې هم اول مقام ګټلی دی
راشد خان د ۵۰ اورونو په نړیوالو سیالیو کې هم اول مقام ګټلی دی

د افغانستان د کرکټ‌ د ملي لوبډلې مشهور توپ اچوونکي راشد خان د ۲۰ اورونو په نړیوالو سیالیو کې هم اول مقام خپل کړی دی.

راشد خان څو ورځې مخکې د یوې ورځنیو سیالیو په درجه بندۍ کې هم اول شوی وی. د کرکټ د نړیوالې شورا د ۲۰ اورونو په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې راشد اول مقام ګټلی دی.

راشد خان څو ورځې مخکې په متحدو عربو اماراتو کې د زمابوې خلاف د۲۰ اورونو سیالیو کې پنځه مخالف لوبغاړي وسوځول. د کرکټ نړیواله شورا وايي همدغو لوبو تر ډېره راشد خان د لومړي مقام د ترلاسه کولو لپاره لاره هواره کړه.

په دې حساب راشد خان لومړنی افغان شو چې په تاریخ کې د ۲۰ او ۵۰ اورونو په نړیوالو سیالیو کې لومړي مقامونه ګټي. خو دا مقامونه تلپاتې ځکه نه وي‌ چې نړیوالې لوبې روانې دي او په درجه بندۍ کې هم لوبغاړي ښکته پورته کیږي.

په درجه بندۍ کې څو ټکو ته کتل کیږي: اول دا چې څومره کسان سوځولي دي، چې څو منډې پرې شوي‌ او اوسط یې څومره دی.

راشد خان د افغانستان لپاره تر دې دمه د ۲۰ اورونو ۲۹ لوبې کړي دي او ۴۷ کسان یې سوځولي دي.

راشد خان د افغانستان پر ملې لوبډلې سربېره د هند، استرالیا، بنګلدېش، ویسټ انډیز او انګلنډ په سترو نړیوالو تجارتي‌سیالیو کې هم لوبیږي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG