د لاس رسي وړ اتصالات

هند غني ته بلنه ورکړه چې د هند-افغانستان لوبې ته ورشي


India cricket directer in Afghanistan
India cricket directer in Afghanistan

د هند د کرکټ بورډ ډایریکټر امیتاب چوهدري کابل ته تللی او هلته یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرکټ په برخه کې د روابطو د لا پراخولو ژمنې کړي دي.

ښاغلی چوهدري د سه شنبې په ورځ (مۍ۲۹) د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته ورسېده. افغان کرکټ بورډ وايي نوموړي ولسمشر غني ته بلنه ورکړه چې د هند او افغانستان ترمنځ د تاریخي ټسټ لوبې لیدو ته ورشي. تر اوسه معلومه نه ده چې ولسمشر غني دا بلنه منلې که نه.

دا لوبه د جون په ۱۴ نیټه ده او د کرکټ د نړیوالې شورا د بشپړ غړي په توګه د افغانستان لومړنی تاریخي ټست دی او له دې کبله د افغانستنا لپاره یوه تاریخي لوبه بلل کیږي.

د افغانستان کرکټ بورډ په اعلامیې کې ویل شوي دي چې د هند د کرکټ بورډ ډاریکټر ژمنه وکړه چې د آی پي ال په را روانو سیالیو کې به ډېرو نورو افغان لوبغاړو ته د لوبو کولو چانس ورکړي. په سږني آي پي ال کې څلورو افغان لوبغاړو ته چانس ورکړل شوی و چې ظاهر خان ژوبل شو او کومه لوبه یې ونکړه.

کابل ته د ښاغلي چوهدري د سفر هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه والی او د کرکټ په برخه کې د افغانستان لاس نیوی او مرسته کول بلل کیږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ اعلامیه وايي " پرېکړه وشوه هغه نړيوالې کرکټ لوبډلې چې هند سره د لوبو په موخه یاد هېواد ته ځي افغانستان سره به تمريناتي لوبې کوي چی دا سیالۍ به د افغانستان لپاره نړیوالو لوبو حیثیت ولري او ترڅنګ به یی دغه سيالۍ د افغان لوبغاړو په وړتيا مثبت تاثیر هم ولري."

هند افغانستان ته د کرکټ میدانونه او نور امکانات برابر کړي چې هلته تمرینونه او خپلې نړیوالې لوبې وکړې. په افغانستان کې د ناامنیو له کبله نړیوالې لوبډلې کابل ته نه ځي، افغانستان تر دې مخکې په اماراتو کې خپلې نړیوالې لوبې کولې.

له هند سره د کرکټ په برخه کې د افغانستان د کرکټ اړیکې داسې مهال مخ په غوړېدو او پراخېدو دي، چې له ګاونډي پاکستان سره یې اړیکې خورا خرابې دي. دا لومړی ځل دی چې د هند د کرکټ داسې یو لوړ پوړی چارواکي افغانستان ته سفر کوي.

XS
SM
MD
LG