د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له بنګله دېش او هند سره سیالیو ته لوبډلې اعلان کړې


افغانستان د جون په درېیمه له بنګله دېش سره د ۲۰ اورونو د دریو لوبو سیریز لري
افغانستان د جون په درېیمه له بنګله دېش سره د ۲۰ اورونو د دریو لوبو سیریز لري

د افغانستان کرکټ بورډ له بنګله دېش سره د دریو ۲۰ اوریزو او هند سره د ټسټ لوبو لپاره د لوبغاړو نومونه اعلان کړل.

د لوبغاړو د غوراوي د کمېټې مشر او نورو غړو یې د سه شنبې په ورځ (مۍ۲۹) په کابل کې دا لوبغاړي اعلان کړل. په لوبغاړو کې په لومړي ځل د ۱۹ کلنې لوبډلې دوه نوي ځوانان دروېش رسولي او وفادار ته هم ځای ورکړل شوی دی.

درېش رسولي د جون په درېیمه له بنګله دېش سره د ۲۰ اورونو سیالیو ته او وفادار بیا د همدغې میاشتې په ۱۴ له هند سره د افغانستان د تاریخي ټسټ لوبې ته غوره کړل شوي دي.

دروېش رسولي توپ وهونکی او وفادار تیز توپ اچونکی دي. په نورو لوبغاړو کې تر ډېره د ملي لوبډلې اوسنیو لوبغاړي شامل دي.

له هند سره ټسټ لوبې ته د افغانستان لوبډله
له هند سره ټسټ لوبې ته د افغانستان لوبډله

په ټسټ کې راشد خان، مجیب الرحمن، ظاهر خان، حمزه هوتګ، سید شیرزاد او وفادار هم شامل دي.

​د غوراوي د کمېټې مشر نوروز منګل وویل چې دوی د لوبغاړو وروستیو لوبو، فزیکي حالت او د لوبډلې اړتیاو ته په کتو لوبغاړي غوره کړي دي. هغه وویل د ډېرو لوبغاړو په منځ کې د غوره لوبغاړو ټاکل یو ستونزمن کار دی.

ښاغلي منګل هېله وښوده چې افغانستان به له بنګله دېش او هند سره ښې سیالۍ وکړي.

د دواړو ۲۰ اورونو او ټسټ سیالیو کپتان اصغز ستانکزی دی.

XS
SM
MD
LG