د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې خپله دویمه لوبه هم وبایلله


د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې خپله اول لوبه هم بایللې وه
د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې خپله اول لوبه هم بایللې وه

د هند د ۱۹ کلنو د کرکټ (الف) لوبډلې د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې ته د پنجشنبې په ورځ (مارچ۷) ماتې ورکړه.

هندي لوبغاړو لومړی بېټېنګ وکړ او افغانستان ته یې د ۲۵۲ منډو هدف وټاکه چې افغان ځوانانو دا هدف پوره نشو کړای.

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډله په ۴۹ اورونو کې په۱۶۰ منډو وسوځېدله او د ۹۲ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

په افغان توپ اچوونکو کې شفيق الله غفاري څلور او عارف دولتزي دوه مخالف لوبغاړي وسوځول او په منډه جوړوونکو کې بیا عارف دولتزي ۳۳، فرحان خان ۲۸ او شفيق الله غفاري ۲۸ منډې وکړې.

د افغانستان د ۱۹ کلنو همدغې لوبډلې د سه شنبې په ورځ د هند د ۱۹ کلنو پر (ب) لوبډلې هم لوبه بایللې وه. دا لوبې د هند، افغانستان او جنوبي افریقا د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ دي. د افغانستان بله لوبه د جنوبي افریقا له لوبډلې سره ده.

افغان روزونکي وايي چې هڅه کوي له دغو سیالیو څخه د ۱۹ کلنو د نړیوال جام او اسیايي جام سیالیو ته یوه ښه لوبډله وټاکي.

دا لوبې د هند د کېرالا ایالت د ټرېوينډرم په ښارکې کیږي.

XS
SM
MD
LG