د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان ایرلنډ ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړه


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

دغه سیالۍ نن پنحشبنه د ( فبرورۍ ۲۸) د هند په دهرادون لوبغالي کې وشوه.

په نننۍ لوبه کې پچه د ایرلنډ لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه چې په ۴۹ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو افغانستان ته یې د ۱۶۲ منډو هدف وټاکو.

په دغه لوبه کې دولت ځدارڼ او مجیب ځدراڼ درې- درې لوبغاړي، ګلبدین نایب دوه، راشد خان او محمد نبي ۱-۱ لوبغاړی وسوځول.

په ځواب کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ښه لوبه پیل کړه، محمد شهزاد ۴۳، حضرت الله ځاځي ۲۵، رحمت شاه زرمتي ۲۲، حشمت الله شهیدي ۹، ګلبدین نایب ۴۶، نجیب ځدراڼ ۱۲ او اصغر افغان ۷ منډې وکړې.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم لوبغاړي ګلبدین نایب او رحمت شاه
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم لوبغاړي ګلبدین نایب او رحمت شاه

په لومړۍ یو ورځینۍ لوبه کې ګلبدین نایب د لوبې غوره لوبغاړی شو.

افغانستان او ایرلنډ د یو ورځینو پنځه لوبې کوي چې دویمه لوبه د مارچ په ۲ نیټه ترسره کیږي.همدا شان دریمه لوبه د مارچ په ۵، څلورمه لوبه د مارچ په ۸ او پنځه یو ورځینۍ لوبه د مارچ په ۱۰ نیټه ترسره کیږي.

د افغان کرکټ ملي لوبډلې کپټان اصغر افغان وايي چې له ایرلنډ سره د یو ورځینو لوبو سیریز څخه به ښه ګټه واخلي او نړیوال جام ته به چمتوالی ونیسي.

په یو ورځینو لوبو کې افغانستان په لوبډله کې ښه بدلون راوستی دی، نن په لوبه کې شهزاد محمدي، حشمت الله شهیدي، رحمت شان زرمتي، ګلبدین نایب او دولت ځدراڼ هم ولوبیدل.

XS
SM
MD
LG