د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د کرکټ د لا معیاري‌ کولو لپاره یوه کمېټه جوړه کړې 


د افغانستان د کرکټ‌ بورډ غونډه
د افغانستان د کرکټ‌ بورډ غونډه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي‌ په هېواد کې د کرکټ د لا «ډېر معیاریتوب او پرمختیا لپاره یې» یوه ۱۴کسیزه کمېټه جوړه کړې ده.

دې کمېټې نن یکشنبه ډسمبر پنځمه (لیندۍ۱۳) د افغانستان د کرکټ بورډ له سرپرست میرویس اشرف او اجرايي‌ مشر نصیب خان سره لیدلي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ اعلامیه وايي چې د «بورډ عمومي رئیس ښاغلي اشرف د کمېټې غړو ته وویل، هیله ده د کرکټ ټول هغه اړخونه په ښه توګه روښانه کړئ، چېرې چې نیمګړتیاوې موجودې وي، د نیمګړتیاو د حل لپاره چټک ګامونه پورته شي او د کرکټ معیاریتوب باید لومړیتوب وي.»

په دغې غونډې کې همدغه راز ملي لوبډلو ته د لوبغاړو د غوراوي په برخه کې د بدلون سپارښتنه هم شوې ده.

اعلامیه وايي چې «عبدالولي امین، دولت خان احمدزی، احمدشاه سلیمانخېل، رئیس خان احمدزی، احسان عبید، نورالحق ملکزی، سلام افغان، نوروزمنګل، تاج ملوک عالم، الله داد نوري، محمد نظیم جار عبدالرحیمزی، منهاج راز، محمدخان او شاهد الکوزی» غړي دي. دا ټول د افغانستان د کرکټ‌ د ملي لوبډلې غړي او د بورډ کارکوونکي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ داسې مهال دا اقدام کوي‌ چې د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان د کرکټ‌ د ارزولو لپاره یوه کاري کېمټه جوړه کړې ده.

XS
SM
MD
LG