د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ بورډ مشر پخواني لوبغاړي ضمیر خان ته د همکارۍ ډاډ ورکړ


ښاغلي میروس اشرف ضمیر خان ته د همکارۍ ډاډ ورکړ
ښاغلي میروس اشرف ضمیر خان ته د همکارۍ ډاډ ورکړ

وروسته تر هغه چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي ضمیر خان په ټولنیزو رسنیو کې د خپل هیلمټ د پلورلو اعلان وکړ، نن د کرکټ بورډ عمومي رئیس میرویس اشرف پخپل دفتر کې ورسره ولیدل.

کرکټ بورډ نن دوشنبه نومبر ۲۸ (لېندۍ ۸) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د ضمیر خان تر اعلان وروسته نوموړی د بورډ د رئیس لخوا دفتر را وغوښتل شو.

د افغانستان د کرکټ په اعلامیه کې راغلي:"د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست عمومي رییس ښاغلي میرویس اشرف او اجراییه رییس ښاغلي نصیب خان د ملي لوبډلې له پخوانی لوبغاړی ضمیر خان سره نن سهار د افغانستان کرکټ بورډ په دفتر کې ولیدل. ښاغلي اشرف، وروسته تر هغې له ضمیر خان څخه کرکټ بورډ ته د راتګ غوښتنه وکړه چې نوموړي په ټولنیزو رسنیو کې د خپل هیلمټ د پلورلو اعلان وکړ."

د بیان له مخې د کرکټ بورډ رئیس د لوبې په ډګرونو کې د ضمیر خان خدمتونه وستایل او نوموړي ته یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

نوموړي ویلي چې د افغانستان کرکټ بورډ به د ضمیر خان د ستونزو د حل په برخه کې همکاري وکړي.

د کرکټ بورډ د اعلامیې له مخې ضمیر خان د افغانستان کرکټ بورډ له سرپرست عمومي مشر میرویس اشرف څخه مننه کړې چې د نوموړي ستونزې یې واورېدې او د حل کولو ژمنه یې ورسره وکړه.

ضمیر خان د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی غړی و چې په ۲۰۱۲م کال کې یې د کاناډا په وړاندې یوه شل اوریزه نړیواله لوبه ترسره کړې وه.

همدارنګه یې د ۲۰۱۱م کال په وروستۍ میاشت کې د دویمه درجه آسیایي هېوادونو ترمنځ په شل اوریز جام کې د ملي لوبډلې لپاره ۵ سیالۍ ترسره کړې چې پکې یې ۶ وېکټې ترلاسه کړې وې.

نوموړي همدارنګه د افغان الف لوبډلې په ګټه د زمبابوې د الف لوبډلې په وړاندې لیسټ اې سیالۍ هم ترسره کړې دي. ضمیر همدارنګه په کورني کرکټ کې سپین غر زون په ګټه لوبیږي چې تر اوسه یې د یاد زون په ګټه ۷ فرسټ کلاس سیالۍ لوبولې دي.

XS
SM
MD
LG