د لاس رسي وړ اتصالات

حشمت شهیدي: مورال مو لوړ دی، هڅه کوو بنګله دېش نه په خپل کور کې د لوبو لړۍ وګټو


د افغانستان کرکټ کپتان حشمت الله شهیدي
د افغانستان کرکټ کپتان حشمت الله شهیدي

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان حشمت الله شهیدي وايي چې د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام او اسیا کپ سیالیو لپاره یې د لوبډلې د چمتوالي بهیر ښه روان دی او د لوبډلې یو ښه ترکیب یې جوړ کړی.

حشمت الله شهیدي له بنګله دېش څخه د دریو لوبو د لړۍ د اولې لوبې له ګټلو وروسته امریکا غږ سره په ځانګړې مرکې کې وویل هیله لري له بنګله دېش څخه د دریو لوبو روانه لړۍ وګټي او «تاریخ» جوړ کړو.

هغه وویل چې له بنګله دېش څخه په خپل کور کې دننه د لوبو ګټل اسانه دي، خو «اوله لوبه مو ګټلې ده، مورال مو جیګ دی، امادګي مو ورته پوره نیولې ده. یو چانس دی، چې بنګله دېش ته په خپل ملک کې ماتې ورکړو او سیریز ورڅخه وګټو... او له ټرافي [کپ سره] سره کابل ته ولاړ» شو.

حشمت الله شهیدي همدغه راز په بنګله دېش باندې د ټست لوبې په «تاریخي ماتې» هم وغږېده او هغه یې «ډېره خواشینوونکې ماتې» وبلله او په علتونو یې خبرې وکړې.

حشمت الله شهیدي په دغې مرکې کې د افغانستان د کرکټ په ډېرو نورو مسائیلو هم خبرې کړې دي.

مرکه یې دلته اورېدلای او لیدلای شي.

XS
SM
MD
LG