د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان بنګله دېش ته د کرکټ په لوبه کې ماتې ورکړه


افغانستان له بنګله دېش سره د درې یو ورځنیو لوبو د لړۍ په لومړنۍ لوبه کې، د چهارشنبې په ورځ جولای پنځمه (چنګاښ ۱۴) کوربه هېواد ته د ۱۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د بنګله دېش په چټاګانګ بندري ښار کې د دې لوبې پچه افغان لوبډلمشر حشمت الله شهيدي وګټله او د لومړۍ توپ اچوني پرېکړه یې وکړه. که څه هم بنګله دېش په ۴۳ اوورونو کې افغانستان ته د ۱۷۷ منډو هدف وټاکه، خو د بنګله دیش د توپ وهنې په جریان کې دوه ځله د باران په وجه د لوبې د ځنډېدو له کبله، د ډي ایل ایس د سیستم پر اساس د افغانستان لپاره هدف ۱۶۴ منډو ته راټیټ شو.

د باران په وجه د لوبې د لغوه کېدو وړاندې، افغانستان د دوو لوبغاړه له لاسه ورکولو سره په ۲۲ اوورنو کې ۸۳ منډې وکړې او د ډي ایل ایس د سیستم پر اساس ګټونکی اعلان شو.

د افغانستان پرانیستونکي توپ وهونکي ابراهیم ځدران په ۵۸ توپونو ۴۱ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېد. بل پرانیستونکی توپ وهونکي رحمان الله ګربز د ۲۲ منډو کولو وروسته د شکیب الحسن په توپ وسوځید.

شکیب الحسن په پنځه اوورونو کې نهه منډې ورکړې. د بنګله دېش بل توپ اچونکي تسکین احمد په شپږو اوورونو کې ۲۶ منډې ورکړې، او د افغانستان توپ وهونکی رحمت شاه یې وسوځاوه. رحمت شاه په ۱۴ توپونو اته منډې وکړې.

د افغانستان تیز بالر فضل الحق فاروقي ددې لوبې ترټولو غوره لوبغاړی اعلان شو. هغه په نهو اورونو کې ۲۴ منډې ورکړې او د بنګلدېش درې لوبغاړي یې وسوځول.

د افغانستان د شل اوریزو لوبو کپتان، راشد خان، په نهه اوورونو کې ۲۱ منډې ورکړې او د بنګله دېش دوه لوبغاړي یې وسوځول. د افغانستان بل بالر مجیب الرحمن، په نهو اوورونو کې ۲۳ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي یې وسوځول.

د بنګله دېش د بیټینګ په برخه کې توحید هریدوی ترټولو زیاتې منډې وکړې. هغه په ۶۹ توپونو د ۵۱ منډو کولو وروسته د فضل الحق فاروقي په توپ وسوځېد.

د بنګله دېش کپتان او پرانیستونکی توپ وهونکی تمیم اقبال چې په دغه لوبه کې د ښه لوبېدو تمه ورڅخه کېدله، په ۲۱ توپونو باندې د ۱۳ منډو کولو وروسته د فضل الحق فاروقي په توپ وسوځېد.

د بنګله دېش بل پرانیستونکی توپ وهونکی لینټن داس په ۳۵ توپونو باندې د ۲۶ منډو کولو وروسته د مجیب الرحمان ځدران په توپ وسوځېدل.

افغانستان تېر کال د فبروري په میاشت کې له بنګله دیش سره د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ ۲-۱ بایللې وه. دواړو خواوو ټولټال ۹ یو روځنۍ لوبې کړي چې افغانستان څلور ګټلي او پنځه یې بایللي دي.

د افغانستان او بنګله دیش تر منځ د روانې لړۍ دوهمه لوبه د شنبې په ورځ ترسره کیږي.

XS
SM
MD
LG