د لاس رسي وړ اتصالات

شفیق ستانکزی:افغانستان به بل کال ته د کرکټ لوړ امتیازات ترلاسه کړي


د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوی ریس ښاغلی شفیق ستانکزی وايي چې د کرکټ د نړیوالې شورا په کلنۍ غونډه کې افغانستان ته د ټیسټ کرکټ د درجې ورکولو او د اولې درجې ملکونو سره د یو ورځنۍ سیالیو د تنظیم په اړه چې کومې خبرې وشوې هغه ډیرې گټورې وې او د شورا اکثره غړي د افغانستان د کرکټ پرمختگ ته لیواله ښکاریدل.

ښاغلي شفیق ستانکزي د سکاټ لینډ په ایډنبرگ ښار کې د دې غونډې د گډون نه پس زموږ همکار مطيع الله عابد سره ټیلفوني مرکه کې دا خبرې کړیدي او ویلي چې د کرکټ نړیوالې شورا په دې اړه بحث وکړ چې د کرکټ د پینځه ورځنیو لوبو یا ټیسټ دپاره د اوو او پینځو ټیمونو دوه گروپونه جوړ شي چې دویم گروپ کې افغانستان هم شامل وي او په دې هم خبرې وشوې چې د کرکټ د بشپړغړیتوب لرونکو ټیمونو او درې دویم درجه ټیمونو ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو یو درې کلن پلان عملي شي.

د افغانستان کرکټ ټیم په لنډه موده کې د کرکټ مهمو ټیمونو ته ماتې ورکړې دي.
د افغانستان کرکټ ټیم په لنډه موده کې د کرکټ مهمو ټیمونو ته ماتې ورکړې دي.

ښاغلي ستانکزي وویل چې په دې موضوعاتو د شورا زیاترو او موثرو غړیو لکه اسټرالیا،انگلستان او هند خپل دریځ څرگند کړې ،چې ډیر د ډاډ وړ و،یوازې سري لنکا او بنگله دیش ېې مخالفت وکړو خو فیصله دا وشوه چې په دې اړه به حتمي پریکړه د کرکټ د نړیوالې شورا په راتلونکې غونډه کې کیږي.

ښاغلي شفیق ستانکزي وویل چې د کرکټ نړیواله شورا د خپل دایمي غړیتوب لرونکو ټیمونو دپاره هم نوې کړنلاره جوړوي چې د هغې په نتیجه کې به افغانستان ته هم لاره خلاصه شي چې د دې شورا دایمي غړی شي. هغه وویل چې دی هیله مند دی چې کال ٢٠١٧ کې به افغانستان د ټیسټ او دایمي غړیتوب د امتیاز نه برخه من شي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:11:39 0:00
مستقیمه لیکه

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG