د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان ډین جونز د کرکټ ملي لوبډلې روزونکی وګماره


کرکټ بورډ وايي د هانک کانګ له سیالیو وروسته به له ښاغلي جونز سره په اوږد مهال تړون غور کوي
کرکټ بورډ وايي د هانک کانګ له سیالیو وروسته به له ښاغلي جونز سره په اوږد مهال تړون غور کوي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي د اسټرالیا پخوانی لوبغاړی ډین جونز یې د کرکټ ملي لوبډلې موقت روزونکی ګمارلی دی.

کرکټ بورډ وايي ښاغلی جونز به له هانک کانګ سره د افغانستان د را روانو څلور ورځنیو سیالیو پر مهال د "لنډ مهال" لپاره د لوبډلې مشر روزنکي وي.

د کرکټ بورډ په اعلامیې کې ویل شوي "دواړه لوري به د هانګ کانګ له سفر وروسته په اوږد مهال تړون غور وکړي". افغانستان دا مهال د ملي لوبډلې په روزونکي پسې ګرځي.

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل څه موده مخکې امریکا غږ ته ویلي وو چې یو شمېر مشهورو او مجربو نړیوالو لوبغاړو او روزونکو ورسره تماسونه نیولي دي او افغانستان د یوه ښه روزونکي په لټه کې دی.

د کرکټ بورډ اعلامیه وايي چې ډین جونز"د خپل هیواد لپاره د لیست ای او فرسټ کلاس لوبو ترڅنګ ۵۲ نړیوالې ټیسټ او ۱۶۴ نړیوالې پنځوس اوریزې لوبې ترسره کړی".

ښاغلي جونز د افغانستان د شپږیزې په سیالیو کې مبصر و او د کرکټ لوبغالي ته په ورغلي لار له ځانمرګي برید ورسته یې ویلي وو چې له افغانستان څخه وتل او په نیمه کې د شپږیزې سیالیو پرېښودل ناځواني ده.

ښاغلي جونز د پاکستان د اسلام اباد یونایټیټډ لوبډلې روزنکي او د اسټرالیا ملي لوبډلې ته د توپوهنې د برخې مشاور هم و. تر ښاغلي جونز مخکي د هند د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی راجپوت د افغانستان د ملي لوبډلې روزونکی و.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG