د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په کرکټ کې بنګلدېش ته ماتې ورکړه


دا د افغانستان د معلولینو د کرکټ د ملي لوبډلې لومړنی بری دی.
دا د افغانستان د معلولینو د کرکټ د ملي لوبډلې لومړنی بری دی.

دا د افغانستان د معلولینو د کرکټ د ملي لوبډلې لومړنی بری دی. بنګلدېش لومړی بېټینګ وکړ او په ۲۰ اورونو کې یې افغانستان ته د ۱۲۰ منډو هدف وټاکه.

افغان معلولانو د یوې په زړه پورې لوبې په پایله کې په وروستي اور کې دغه هدف پوره کړ او د پنځو هېوادونو په دغو نړیوالو سیالیو کې یې خپل لومړی بری ثبت کړ.

د افغانستان له لوري محمدالله او عبدالله دوه، دوه لوبغاړي، طفيل او شيرين يو يو لوبغاړي وسوځول.

په توپ وهنې کې بیا محمدالله ٣٢، سنګر ١٩، عبيدالله ١٦، اشرف ١٣ او طفيل ١٣ منډې وکړې. محمدالله د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

افغانستان خپلې لومړنۍ دوه سیالۍ پر هند او پاکستان بایللي او له انګلینډ سره یې لوبه پاتې ده.

د معلولینو لپاره د نړیوالو لوبو دغه سیالۍ د چهارشنبې په ورځ په ډاکه کې پیل شوې او نهه ورځې به وي.

په دغو سیالیو کې بنګلدېش، هند، پاکستان، افغانستان او انګلېنډ شامل دي.
په دغو سیالیو کې بنګلدېش، هند، پاکستان، افغانستان او انګلېنډ شامل دي.

په دغو سیالیو کې پر افغانستان سربېره، هند، پاکستان، انګلېنډ او کوربه بنګلدېش شامل دي.

د سیالیو هدف

د دغو سیالیو د جوړیدو چارې د نړیوال سره صلیب، د بنګلدېش د کرکټ بورډ او د ځوانانو د چارو وزارت سنبالوي.

د سیالیو تنظیمونکي وايي چې د سالیو هدف یې په نړیواله کچه د معلولیت لرونکو انسانانو د حقونو د ساتلو په اړه د خلکو پوهول او هغوی ته د خلکو د لا پاملرنې اړول دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG