د لاس رسي وړ اتصالات

راشد خان یې ویر کوي، کریم صادق د جلال آباد د برید کیسه وايي


راشد خان پر ټویټر او فیسبوک لیکلي دي: نور بس دی!
راشد خان پر ټویټر او فیسبوک لیکلي دي: نور بس دی!

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی کریم صادق د جلال اباد په ښار کې د کرکټ‌ په میدان کې له چاودنو روغ وتلی، خو وايي ځینې ملګري او یاران یې "شهیدان او زخمیان " شوي‌دي.

دا چاودنې د جمعې په ماښام (مۍ۱۸) د رمضان کپ تر سیالیو مخکې په یوې تمریناتې لوبې کې وشوې، چې لږ تر لږه اته تنه یې ووژل او لسګونه نور یې ژوبل کړل.

دا پېښه په نړیواله کچه وغندل شوه. د افغانستان د کرکټ وتلی لوبغاړي راشد خان د خپل ټویټر او فیسبوک پاڼو کې د خپل تصویر پر ځای تور تصویرونه خپاره کړي چې پر پېښې سره غمرازي‌ وکړي.

هغه په خپل ټویټر او فیسبوک کې "شهیدانو او زخمیانو " ته عاجله شفا غوښتي او د جنګ د ختمولو غږ یې کړی دی.

کریم صادق وايي لومړنۍ چاودنه د لوبې په وقفه کې د لوبې د مبصرینو سټیچ ته نژدې وشوه او له چاودنې سره سم میدان د خلکو چیغو په سر واخیست.

کریم صادق وايي ده شاوخوا زخمیان او ټپیان ډېر ولیدل او هڅه یې کوله چې ژر ژر یې روغتون ته انتقال کړي خو "حالت دومره غمجن او ویرجن و چې زه هم په میدان کې د لږې شیبې لپاره پریوتم او په ژړا شوم ".

هغه وايي " یو ملګری مې ژوبل و، چیغې یې کړې چې پورته یې کړم، هغه ته لا رسېدلی نه وم چې یو بل ځلمکي راباندې چیغې کړې چې پورته یې کړم، اول مې دا ځلمکی راپورته کړ او د باندې مې موټر ته ورسوه، خو په همدې وخت کې د میدان په دروازې کې بله چاودنه وشوه او لږه شیبه وروسته بیا درېیمه چاودنه وشوه. "

کریم صادق د جنګ پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې جنګ بس او افغانان ارام ژوند ته پرېږدي
کریم صادق د جنګ پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې جنګ بس او افغانان ارام ژوند ته پرېږدي

ښاغلي صادق امریکا غږ سره په یو ځانګړې مرکې کې وویل چې داسې چاودنې یې په ژوند کې نه وې لېدلې او لا هم فکر کوي‌ چې چا او ولې د کرکټ پر میدان او ولسي خلکو برید کړی دی.

ښاغلي صادق د جنګ پر ښکېلو غاړو غږ وکړ جنګ دې بس کړي‌ او افغانان دې عادي ژوند ته پرېږدي.

د چاودنې پوره کیسه او له چاودنې وروسته حال له د کریم صادق نه واورئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:09:16 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG