د لاس رسي وړ اتصالات

ایرلنډ له افغانستان سره پلان شوې سیالۍ لغوه کړې

د افغانستان کرکټ بورډ لا تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي
د افغانستان کرکټ بورډ لا تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي

د ایرلنډ د کرکټ بورډ اعلان کړی دی چې له افغانستان سره د ۲۰ اورونو پنځه نړیوالې پلان شوې لوبې نشي کولی.

د ایرلنډ کرکټ بورډ د دوشنبې په ورځ (دسمبر۱۶) په یوې اعلامیې کې وویل چې دا پرېکړه یې د مالي محدودیتونو او د ۲۰۲۰ نړیوال جام سیالیو لپاره د ځینو نورو لومړیتوبونو په اساس کړې ده.

په اعلامیې کې ویل شوي دي: "موږ د افغانستان کرکټ بورډ ته خبر ورکړی دی چې موږ به ونشو کولی چې په ۲۰۲۰ کال کې د پنځو پلان شویو ۲۰ اوریزو لوبو لپاره د هغوی کوربتوب وکړو. موږ له ډېر وخت راهېسې د افغانانو سیالان یو او بیا به هم یو. خو موږ باید په اوسنی وضعیت کې د یوې مسولې ادارې په توګه د خپلو امکاناتو په اساس فعالیت وکړو."

افغانستان له ایرلنډ سره دا لوبې د ۲۰ اورونو تر نړیوال جام مخکې پلان کړې وې. د ۲۰۲۰ کال نړیوال جام د اکتوبر په میاشت کې پيلیږي، چې د افغانستان په ګډون به په کې ۱۴ لوبډلې لوبیږي.

افغانستان دا مهال په شل اوریزو سیالیو کې په اتم او ایرلنډ ۱۴مقام کې دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG