د لاس رسي وړ اتصالات

د آی پي ال د بولي په لست کې د اوه افغان لوبغاړو نومونه


د افغانستان د کرکټ د ملي او ۱۹ کلنو لوبډلو د اوه لوبغاړو نومونه د هند د کرکټ تجارتي لیګ (آی پي ال) بولي/اکشن په لست کې شامل کړل شوي دي.

دا بولي د پنجشنبې په ورځ (دسمبر۱۹) ده چې د هند او نړۍ لسګونه لوبغاړي په کې بولي ته وړاندې کیږي او ټیمونه یې په میلیونونو ډالرو اخلي.

د افغان لوبغاړو په لست کې نور احمد لکڼوال، قیس احمد، وقار سلامخیل، نوین الحق، کریم جنت، ظاهر خان او محمد شهزاد هم شامل دي. شهزاد محمدي اوپنر بیستمین دی، کریم جنت الراونډر بالر دی او نوین الحق تیز توپ اچوونکی دی. پاتې څلور نور لوبغاړي ورو توپ اچوونکي دي.

هندي رسنۍ په ځوان لوبغاړي نور احمد لکڼوال باندې تبصرې کوي او باور ښيي چې هغه به آی پي ال ته واخیستل شي. دی د خوست ولایت دی او چینامین بالر چې د هند د ۱۹ کلنو لوبډلې په وړاندې په وروستیو لوبو کې ښه وځلېده.

څو ورځې مخکې رئیس احمدزي امریکا غږ سره په خبرو کې د نور احمد د باولینګ ستاینه وکړه او وویل چې هغه یو بې جوړه بالر دی چې ښه آینده لري. رئیس هیله ښودلې ده چې ښايي لکڼوال اي پي ال ته واخیستل شي. قیس احمد د ویسټ انډیز، آسترالیا او بنګله دېش په تجارتي لوبو کې لوبېدلی دی او د تجارتي لوبو تجربې لري.

دا په داسې حال کې ده چې راشد خان، محمد نبي او مجیب الرحمن وار د مخه د آی پي ال دغه سیزن ته غوره شوي دي. نبي او راشد د سنرایزر او مجیب د پنجاب لوبډلې سره لوبیږي.

د آی پي ال سیالۍ په ۲۰۰۸ کې پيل شوي چې په کرکټ تر ټولو ستر تجارتي لیګ بلل کیږي چې میلیونونه ډالر پانګونه په کې کیږي.

XS
SM
MD
LG