د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ بورډ: له ایرلنډ سره سیالیو کې ګټه نه وه،رد مو کړې


 کرکټ بورډ وايي افغانستان ته له ایرلنډ سره د دغو سیالیو تر ګټې تاوان زیات دی
کرکټ بورډ وايي افغانستان ته له ایرلنډ سره د دغو سیالیو تر ګټې تاوان زیات دی

د افغانستان کرکټ بورډ وايي له ایرلنډ سره یې هېڅ ډول لوبې نه وې پلان کړې بلکې ایرلنډ غوښتي وو چې لوبې دې ورسره وشي، خو افغانستان ونه مانه.

کرکټ بورډ وايي په اوسنیو شرایطو کې له ایرلنډ سره لوبې کول په څو دلایلو د افغانستان په ګټه نه دي. اول دا چې که یې ایرلنډ وګټي پر افغانستان یې نمبرې زیاتیږي او نړیوالې درجه بندۍ کې ترې مخکې کیږي.

د بورډ یو لوړ پوړي چارواکي امریکا غږ اشنا ته وویل "همدغه راز موږ په سپتمبر کې د شپږیزې سیالۍ لرو او د لوبډلو خاوندان لوبغاړي غواړي، که موږ ایرلنډ کې بوخت شو دا سیالۍ خرابیږي او بله دا چې پر دغو سیالیو درې څلور لکه ډالره مصرف هم راځي".

کرکټ بورډ وايي افغانستان ته له ایرلنډ سره د دغو سیالیو تر ګټې تاوان زیات دی. ایرلنډ او افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا د دویمې درجې هېوادونو دوه مخکښ لوبډلې دي.

همدا څو میاشتې مخکې په هند کې افغانستان ایرلنډ ته په یوې ورځنیو، د ۲۰ اورونو او څلور ورځنیو سیالیو کې لویې ماتې ورکړې.

داسې ویل کیږي چې ایرلنډ غوښتل افغانستان خپل کور ته دعوت کړي او د دغو ماتو بدل ورڅخه واخلي. تېره ورځ ځینو رسنیو راپور ورکړ چې افغانستان "له ایرلنډ سره پلان شوې سیالۍ لغوه کړې". د بور‌‌‌‌‌‌ډ چارواکي وايي دواړه هېواړونه ښې اړیکې لري او اینده کې به دوه اړخیزې همکارۍ روانې ساتي.

دغه دواړه هېوادونه دا مهال د کرکټ د نړیوالې شورا څخه د ټسټ درجې غوښتونکي دي. افغانستان وايي دغې شورا ته یې خپله رسمي عریضه سپارلې ده.

افغان لوبډله دا مهال په ویسټ انډیز کې په سیالیو بوخت ده، ویسټ انډیز له افغانستان څخه د ۲۰ اورونو درې لوبې وګټلې او د یوې ورځنیو دریو سیالیو لومړنۍ لوبه یې د ویسټ انډیز په وخت د جمعې په ماسپښین پیلیږي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG