د لاس رسي وړ اتصالات

محمد نبي د نړۍ دویم الراونډر شو


محمد نبي د پاکستان تر محمد حفیظ مخکې شوی دی
محمد نبي د پاکستان تر محمد حفیظ مخکې شوی دی

افغان لوبغاړی محمد نبي د کرکټ د نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې په یوې ورځنیو سیالیو کې د نړۍ دویم غوره الراونډر شوی دی.

محمد نبي له درېیم څخه دویم مقام ته پورته شوی دی او په دې سره یې د پاکستاني لوبغاړي محمد حفیظ ځای نیولی دی. محمد حفیظ د محمد پر ځای درېیم شوی دی.

د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې محمد نبي ۲۲۳ او محمد حفیظ ۲۲۲ نومرې ورکړل شوي دي. لومړی الراونډر د بنګله دېش شکیب الحسن دی چې ۳۶۲ نومرې لري. د شورا په ویسایټ کې دا درجه بندي خپره شوې ده.

که څه هم دا درجه بندي تغیر او تبديلیږي خو ښايي د افغانستان د کرکټ او افغان لوبغاړي محمد نبي لپاره یو خبر وي.محمد نبي په ښې لاس ورو توپ اچوي خو ورسره بیټینګ هم کولی شي، چې د کرکټ په اصطلاح الراونډر بلل کیږي.

محمد نبي تر اصغر ستانکزي مخکې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپټان و . هغه دا مهال په انګلنډ کې د ویټالټي ۲۰اوریزو نړیوالو سیالیو کې لوبیږي. محمد نبي د هند، اسټرالیا، بنګله دېش او کارابین په تجارتي سیالیو کې هم لوبډلې دی او یو مشهور لوبغاړی بلل کیږي.

د اس پي ان د ویپاڼې د معلوماتو په اساس محمد نبي ټولټال ۹۸ یوې ورځنۍ لوبې کړي؛ ۲۲۸۷ منډې کړې، یوه یې سلیزه کړې او ۱۱ ځلې یې ۵۰ منډې کړې دي.

همدغه راز محمد نبي په ۹۸ منډو کې ۱۰۳ ویکټې هم اخیستې دي چې غوره توپ اچونه یې په یوې لوبې کې د څلورو کسانو سوځول دي.

محمد نبي داسې مهال دویم الراونډر کیږي چې راشد خان بیا د یوې ورځنیو سیالیو په توپ اچوونکو کې دویم مقام خپل کړی دی. نبي دا مهال په انګلنډ کې دی او ټاکل شوې چې ژر له افغان لوبډلې سره یو ځای شي.

افغان لوبډلې بله میاشت له ایرلنډ سره د ۲۰ اورونو او یوې ورځنیو سیالیو لړۍ پیلوي.

XS
SM
MD
LG