د لاس رسي وړ اتصالات

نبي او راشد د سمیع شینواري لوبه وستایله


سمیع الله شینواري د امو زون خلاف لوبې کې ۱۹۲ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېده
سمیع الله شینواري د امو زون خلاف لوبې کې ۱۹۲ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېده

د افغانستان د امان الله خاند کرکټ په روانو سیالیو کې سمیع الله شینواري په یوې لوبې کې ۱۹۲ رنزونه وکړل او تر پایه ونه سوځېده.

دا لوبه د چهارشنبې په ورځ (جولاۍ۲۵) په کابل کې وشوه. امو لوبډلې سپین غر لوبدلې ته د ۳۴۷ منډو هدف وټاکه، خو د سمیع الله شینواري د ۱۹۲ منډو له برکته سپین غر لوبډلې دا لوړ هدف پوره او لوبه یې وګټله.

محمد نبي عیسی خیل او راشد خان د سمیع الله شینواري دا لوبه خورا ستایلې ده.

محمدنبي په خپل ټويټر کې د ټوکې په شکل سمیع شینواري ته لیکلي دي: څه انېنګز دې وکړی! شینواری ماما.

راشد خان بیا لیکلي دي: یو مجرب او با استعدا لوبغاړي، سمیع الله شینواري څومره ښه لوبه وکړه. وروره، ښکلې لوبه دې وکړه.

د افغانستان د امان الله خان سیالۍ له څو ورځې راهېسې روانې دي چې هدف یې ملي لوبډلو ته د غوره لوبغاړو موندل او کرکټ لا غوړول دي.

XS
SM
MD
LG