د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرکټ پریمیر لیګ جام مینه والو ته وښودل شو

د افغان پریمیرلیګ د جام ښودلو مراسمو
د افغان پریمیرلیګ د جام ښودلو مراسمو

د افغانستان کرکټ بورډ د سه شنبې په ورځ (اګست۲۵) د افغان پریمیرلیګ سیالیو جام رسنیو او مینه والو ته وښوده.

افغانستان شل اوریز غوره لیګ (APLT20) د افغانستان یو تجارتي لیګ دی چې پنځه لوبډلې به په کې لوبېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې درې لوبډلې یې اخیستل شوې او له مالکانو سره یې تړونونه لاسلیک شوي دي.

د دغو سیالیو په جام کې باندې د افغانستان د یو غر «کوه ظفر» نوم اېښودل شوی دی.

د کرکټ بورډ په یو اعلامیې کې ویل شوي چې یو افغان او دوو بهرنیو پانګوالو د کابل، کندهار او بلخ لوبډلې پېرودلې او د دوو نورو لوبډلو د پلورلو په اړه هم خبرې روانې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف په دغو مراسمو کې وویل: «نن ډېر د ویاړ ځای دی چې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ درې لوبډلې پلورل کېږي... له شک پرته دا د ټول افغان ولس او د افغان کرکټ د کورنۍ لپاره ستره لاسته راوړنه ده...»

لا د دغه لیګ د سیالیو د پيل کېدو دقیقه نېټه نه ده معلومه، خو ښاغلي اشرف وویل چې «ډېر ژر به د دې شاهدان هم واوسو چې دغه لیګ د دویم ځل لپاره پیل شي او زموږ افغان او نور لوبغاړي پکې» ولوبیږي.

په دې لیګ کې به د لسګونو افغان لوبغاړو ترڅنګ یو شمېر بهرني لوبغاړي هم لوبېږي. د دغه لیګ لومړی پړاو څوکاله مخکې شوی و.

دا لیګ د افغانستان د کرکټ د ودې او افغان لوبغاړو او نورو اړوندو کارکوونکو ته د عوایدو لویه سرچېنه هم بلل کېږي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG