د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ:ځوان لوبغاړي حشمت شهیدي پرلپسې سلیزې وکړې


حشمت الله شهیدي په لوګر کې زېږېدلی او کرکټ یې په افغانستان کې زده کړی دی.
حشمت الله شهیدي په لوګر کې زېږېدلی او کرکټ یې په افغانستان کې زده کړی دی.

د افغانستان د کرکټ ځوان او کیڼ لاسي توپوهونکي حشمت الله شهیدي په څلور ورځنیو سیالیو کې دوه پرلپسې سلیزې وکړې.

له شاوخوا یوې اونۍ راهیسې په افغانستان کې د زونونو ترمنځ څلور ورځنۍ یا فرسټ کلاس لوبې پیل شوي دي.

حشمت شهیدي چې د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو له لوبډلې ملي لوبډلې ته راغلی دی، د بند امیر زون په لوبډلې کې لوبیږي، ده د امو زون په وړاندې دا منډې وکړې چې د لوبې غوره لوبغاړی هم شو.

د حشمت سلیزې

حشمت الله شهیدي په لومړۍ پاڼۍ کې په ۲۵۰ توپونو ۱۲۶ منډې وکړې چې ۱۸ څلوریزې په کې شاملې وې، خو کومه شپږیزه یې نه وه وهلې.

دغه ځوان لوبغاړي په دویمې پاڼۍ کې بیا په ۲۶۱ توپونو ۱۶۱ منډې وکړې، خو دا وارې یې په ۲۵ څلوریزو سربېره دوه شپږیزې هم ووهلې.

په کرکټ کې ډېر داسې کم لوبغاړي وي چې په ټسټ یا فرسټ کلاس لوبو کې په دواړو پاڼیو کې پرلپسې سلیزې کوي.

د حشمت الله شهیدي لوبې له دې اړخه هم د ډېرو پام ځان ته اړولی چې، په میدان کې ډېر ودرېد، ډېر توپونو یې ولوبول او د منډو اوسط یې هم تر ۵۰ لوړ و چې دا د یو پوخ او تجربه لرونکي لوبغاړي ځانګړنې بلل کیږي.

د افغانستان د کرکټ پخواني روزونکي تاج ملوک علم، په لوګر کې زیږېدلی حشمت شهیدي د کرکټ نابغه بولي.
د افغانستان د کرکټ پخواني روزونکي تاج ملوک علم، په لوګر کې زیږېدلی حشمت شهیدي د کرکټ نابغه بولي.

د افغانستان د کرکټ پخواني روزونکي تاج ملوک علم، په لوګر کې زیږېدلی حشمت شهیدي د کرکټ نابغه بولي او د کرکټ یوه بله مشهوره څېره وسیم یې اکرم بیا د هغه لوبه د سریلنکا له پیاوړي او متقاعد لوبغاړي کمارا سنګاکارا سره پرتله کوي.

شهیدي او سنګاکارا دواړه کینڼ لاسي توپوهونکي دي. حشمت تېر کال هم په کورنیو لوبو کې ښه ځلېدلی او سلیزې یې کړې وې.

د افغانستان د کرکټ بورډ په لومړي ځل د زونونو په څلور ورځنیو سیالیو کې ملي لوبغاړو ته هم ځای ورکړی دی.

نور علي ځدراڼ چې د مس عینک په لوبډلې کې دې په تېرې یوې لوبې کې غبرګې سلیزې ووهلې. ګلبدین نایب عثمان غني هم تر دې دمه په دغو سیالیو کې یې سلیزې کړي دي.

د دغو سیالیو هدف کور د ننه کرکټ ته وده ورکول او د ښو لوبغاړو موندل ښودل کیږي، خو دا به له دغو سیالیو وروسته معلومه شي چې کوم او ښه ځلیدلی لوبغاړی ملي لوبډلې ته غوره شوی دی.

افغانستان په نومبر کې په متحده عربي اماراتو کې له پاپو نیوګیني سره د څلور ورځو یا فرسټ کلاس لوبه لري.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG