د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د کرکټ رنگینه میله پیل شوه


د افغانستان د کورني کرکټ د ټولو نه ستر او مشهور ټورنامنټ د سه شنبې د ورځې نه د کابل د کرکټ په نړیوال لوبغالي کې پیلیږي.

ددې ټورنامنټ د پرانستې رنگینه غونډه د دوشنبې په ماښام کابل کې وشوه چې د یو شخصي تلویزون له لارې په میلیونونو خلکو ولیده.

په دې مراسمو کې لوبغاړي په خاصو لباسونو کې میدان ته راغلل، نامتو سندرغاړو پکې سندرې وویلې او د اور لوبو اتش بازۍ ننداره هم وړاندې شوه.

د ټیمونو مشران په ملي لباس کې میدان ته داخلیږي
د ټیمونو مشران په ملي لباس کې میدان ته داخلیږي

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوي ریس شفیق ستانکزي امریکا غږ آشنا راډیو سره مرکه کې ویلي دي چې دا سیالۍ به نړۍ ته دا پیغام ورکړي چې افغانستان د هر ډول سپورتي سیالیو دپاره خوندي دی او نړۍ ته به د سولې پیغام ورکړي.

هغه وویل چې دا سیالۍ چې د نومبر د دریمې نه تر دولسمې نیټې پورې دوام لري. دې کې د ملي ټیم ،نولس کلن ټیم او نورو سویو غوره لوبغاړي په مساوي توگه په شپږو ټیمونو ویشل شویدي. هغه دا هم وویل چې هر ټیم د یو شرکت یا ملي تجار لخوا سپانسر شویدی چې کرکټ او لوبغاړو دواړو ته ېې گټه رسیږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ اداره وايي چې دوي د شپږیزې د کرکټ سیالیو دلارې د افغانستان داخلي کرکټ ته د ودې سره سره راتلونکو نړیوالو سیالیو دپاره د لوبغاړو په انتخاب کې هم مرسته اخلي.

شفیق ستانکزی وايي چې د شپږیزې کرکټ سیالۍ نړۍ ته د سوله ایز افغانستان پیغام ورکوي
شفیق ستانکزی وايي چې د شپږیزې کرکټ سیالۍ نړۍ ته د سوله ایز افغانستان پیغام ورکوي

د شپږیزې سیالۍ چې هر ورځ به دوه سیالۍ لري. د یو محلي تلویزون دلارې په ژوندۍ بڼه ښودل کیږي او ورسره به میدان کې هم مینه وال د ټکټ په اخیستو د لوبې ننداره کولی شی. شفیق ستانکزی هیله لري چې مینه وال به زیات شمیر کې د خپلې خوښې لوبغاړو لیدو او د کرکټ نه د خوند اخیستو دپاره د کابل کرکټ لوبغالي ته راشي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:38 0:00
مستقیمه لیکه

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG