د لاس رسي وړ اتصالات

محمد نبي: کرکټ د افغانانو یوازینۍ خوشالي ده


افغان لوبغاړي
افغان لوبغاړي

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کپتان محمد نبي وايي چې په افغانستان کې کرکټ د افغانانو د خوښۍ یوازینۍ وسیله ده او ټول افغان ولس په دې تمه دی چې لوبډله یې د کرکټ په نړیوال جام کې ښې لوبې وکړی او ولس ته ښه زیري ورکړي.

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کپتان محمد نبي د یکشنبې په ورځ د اکتوبر ۲۴ (لړم۲) په متحده عربي اماراتو کې د کرکټ په شل اوریز نړیوال جام کی د سکاټ لینډ خلاف د خپلې لومړۍ سیالۍ نه مخکې خبري کانفرانس ته وویل چې دوی ټولو سیالیو ته یو شان تیاری نیولی او د هر ټیم سره به د هغې د قوت په اندازه مقابله کوي.

د کرکټ نړیوال شل اوریز جام ته د خپل ټیم د تیاریو په اړه محمد نبي وویل چې ټیم یی د سختو شرایطو نه راتیر شوی، د سفر او د قرنطین مشکلات یی تیر کړل، د تمرین ډیر کم فرصت ورته مساعد شو خو بیا هم وتوانیدل چی خپل مورال لوړ وساتي او تمریني سیالۍ کی ویسټ انډيز غوندې قوي ټيم ته ماتې ورکړي. ویسټ اندیز د کرکټ د شل اوریز جام اوسنی قهرمان هم دی.

د افغانستان د کرکټ دملي ټیم کپتان د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د افغانستان وروستیو تحولاتو د کرکټ په چارو ډیره اغیزه نه ده کړې د کرکټ لوبه په افغانستان کې د تیرو قریب ۳۰ کالونو نه روانه ده او د سیاسي تغیراتو سره سره پرمخ روانه ده او همدا لوبه ده چې افغانانو ورسره بې سارې مینه لري .

محمد نبي په خپلو خبرو کی دا هم وویل چې موږ له خپلو مینه والو هیله لرو چې د خپل ملي ټیم ملاتړ وکړي او تشویق یی کړي او لوبغاړي به هم پوره هڅه کوي چې ښې لوبې وکړي او د ولس په مخونو مسکا راولي

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د کرکټ ۲۰ اوریز جام په دویم ګروپ کی د پاکستان ،هند، نیوز لنډ ،سکاتلنډ او نمیبیا سره سیالۍ لري.

د افغانستان لومړۍ سیالي د اکتوبر په ۲۵ د سکاتلنډ سره، دویمه د اکتوبر په ۲۹ پاکستان سره، درېیمه د اکتوبر په ۳۱ نمیبیا سره،څلورمه د نومبر په دریمه هند سره او پنځمه او وروستۍ یې د نومبر په اوومه د نیوزلنډ سره ده.

دکرکټ شل اوریز نړیوال جام چې د متحده عربي اماراتو او عمان په کرکټ میدانونو کې کیږي چې کوربه یی هند دی، هند يي ځکه کوربه دي چې دا سیالۍ اصل کي په هند کې کیدونکې وې خو د کرونا د قیودات له کبله متحده عربي اماراتو ته انتقال شوې . د جام پای لوبه به د نومبر په ۱۴ دوبۍ کې وي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG