د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ ۲۰ شل اوریز جام کې د افغانستان مقابلې لوبډلې معلومې شوې 


د افغانستان کرکټ لوبغاړي
د افغانستان کرکټ لوبغاړي

د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام د لومړۍ مرحلې د څلورو غوره لوبډلو له معلومېدو وروسته د افغانستان د کرکټ مخالفې لوبډلې هم معلومې شوې.

د نړیوال جام سیالیو په دویمې مرحلې کې ۱۲ لوبډلې دي او په دوو ګروپونو وېشل شوي دي.‌ افغانستان په دویم ګروپ کې دی چې پنځه لوبې به کوي.

د افغانستان اوله لوبه د اکتوبر په ۲۵ نېټه د شارجه په میدان کې له سکاتلنډ سره ده. دویمه لوبه یې د همدغه میاشتې په ۲۹ نېټه په دوبۍ کې له پاکستان سره ده‌ چې ډېر افغان مینه وال ورته په تمه دي.

درېیمه لوبه یې د اکتوبر په وروستۍ نېټه د دوبۍ په میدان کې له نمیبا سره ده. نمیبا او سکاتلنډ دوه هغه ټیمونه دي چې د کرکټ د نړیوال جام له اولې مرحلې څخه یې د ۱۲ لوبډلو مرحلې ته لاره وکړه او دواړه یې د کرکټ د نړیوالې شورا د دویمې درجې غړي دي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به خپله څلورمه لوبه د نومبر په درېیمه نېټه د ابوظهبۍ په میدان کې له هند او پنځمه به د همدغې میاشتې په اومه نېټه له نیوزلنډ سره کوي.

د افغانستان کرکټ لوبډلې په تمریني لوبو کې په جنوبي افریقا باندې وبایلله او له ویسټ انډیز څخه یې وګټله.

کپتان محمد نبي د نړیوال جام تر پیلېدو مخکې هیله ښودلې چې لوبډله به یې «تر پای پورې» ځان رسوي.

په نړیوال جام کې په یادو شویو لوبډلو سربېره، استرالیا، انګلنډ، پاکستان، بنګله دېش او سریلانکا شامل دي.

د هر ګروپ د سر دوه لوبډلې به نیمه پایلوبې ته وځي.

XS
SM
MD
LG