د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان کرکټ ملي ټیم جون کې د اروپا په سفر ځي


د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوي ریس ښاغلی شفیق ستانکزی وايي چې د روان کال د جون او جولايی میاشتې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم دپاره ډیرې مصروفې دي او د هغې نه پس به هم ملي ټیم د مهمو ټیمونو سره سیالۍ ولري.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوي ریس ښاغلی شفیق ستانکزی
د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوي ریس ښاغلی شفیق ستانکزی

ښاغلی ستانکزی چې دا وخت په هند کې دی د امریکا غږ ‍آشنا راډیو سره مرکه کې ویلي چې د جون په اخره کې افغانستان دریو اروپايي هیوادونو ته سفر پیلوي چې اول ېې جون اخر کې د سکاټ لینډ سره دوه شل اوریزې ،د جولايي په پیل کې د ایر لینډ سره پینځه یو ورځنۍ او د جولايي اخر کې هالینډ سره یوه څلور ورځنۍ سیالي لري. چې د هر سفر به جلا جلا ټیمونه تیار او اعلانیږي.

ښاغلي ستانکزي دا هم وویل چې د بل کال په اپریل کې به افغانستان په هند کې د ایر لینډ سره شل اوریزو او یو ورځنیو سیالیو په لړ کې کوربه وي.

هغه دا هم وویل چې افغانستان به شارجې او د نوي ډهلي میدانونه د خپل کور لوبغالو په توگه ساتي او هر ټیم چې ورسره هر میدان کې لوبو کولو ته تیاریده ،دوي به ېې میلم پالنه کوي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG